بازار
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
بازار: هېواد کې د چرګانو غوښې او هګیو تولید
په هېواد کې د چرګانو روزنې فارمونه په کال کې څه باندې پنځه سوه ټنه غوښه او څه باندې درې سوه څلویښت ملیونه هګۍ بازار ته وړاندې کوي.
د کرنې وزارت د کرنې ودې او کلیو پراختیا پروګرام مسؤولین وايي دغه فارمونه غوښې او هګیو ته د هېواد په کچه پنځوس سلنه اړتیاوې پوره کوي.
پر همدې موضوع کوربنې، زرمینې محمدي د کرنې وزارت د کرنې ودې او کلیو پراختیا پروګرام رئیس، احمد شکیب سخيزاده سره خبرې کړې دي.