Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملي يووالي حکومت په دور کې د کورنیو پانګونو ۵۲سلنه کموالی

د بروکسل ناستي لپاره د ملي یووالي حکومت یوه ژمنه په هېواد کې د پانګونو لپاره د زمینې برابرول دي؛ خو د آیسا وايي د ملي یوالي حکومت په رامنځته کېدو سره د کورنیو پانګونو کچه ۵۲ سلنه کمه شوې ده.

دیادې ادارې چارواکي وايي په روان کال کې د نویو پانګونو په ثبت کې هم ۲۶ سلنه کموالی راغلی دی.

د آیسا ادارې له خوا ورکړل شوې شمېرې ښيي چې د ملي یوالي حکومت د کار له پيلیدو وروسته؛ هېواد کې څه باندې یو میلیارډ ډالره پانګونه شوې ده؛ په داسې حال کې چې دغه کچه د پخواني حکومت په ورستیو ۲۱ میاشتو کې څه باندې ۲ملیاردوو ۱۰۰ میلیون ډالرو ته رسیدلې وه.

د مالوماتو له مخې د کانونو برخه د پانګونې له ۷۷ سلنې کموالي سره، ودانیزه برخه د ۵۷ سلنې کموالي سره او د اوبو او بریښنا برخه د۵۴ سلنې کموالي سره مخ شوې ده.

ددې ادارې چارواکي د سیاسي او اقتصادي ټیکاو نشتوالی او دغه راز نا امنۍ په هېواد کې د پانګونو د سخت ځوړ لامل بولي.

د آيسا ادارې د پانګونو ملاتړ څانګې رئیس، مسیح الله فخري وايي:«د ژمنو دا شمېر د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ زیږدیزو کلونو په پرتله ډېر کم دی او دېره بې ثباتي لوړې کچې ته رسېږي او دا د پانګونې په برخه کې اصلي فکتورونه دي.»

د مالیاتو د راټولو په برخه کې ستونزې، د پانګې پر لړۍ د مالیاتو زیاتیدل، اداري فساد او په دولتي ادارو کې بروکراسي هغه ستونزې دي چې ګڼ شمیر پانګوال یې له هېواد نه تښتې ته اړ اېستي دي.

عبدالعلي یو له هغو پانګوالو دی چې اوس غواړي په آیسا اداره کې د خپل کار جواز لغوه کړي.

نوموړی وايي چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې یې خپله ټوله شتمني له لاسه ورکړې ده او اوس غواړي چې د کار لپاره له هېواد څخه بهر ولاړ شي.

عبدالعلي زیاتوي:«ډېرې ستونزې دي او په دې ځای کې له کار څخه ستړي یوو. اوس چې د کار جواز لغو کوو هم موږ په آرامه نه پرېږدي. دوی ته باید راپورونه راوړو، نه پوهېږم له دوی سره څه وکړم.»

په همدې حال کې، د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال که څه هم دپانګونو د ښه کولو لپاره د حکومت کارونو ته هیله‎من دی خو وايي چې هېواد کې په تېره بیا حکومت کې دننه د ستونزو زیاتېدو پانګوال پر اوسني حالت بې باوره کړي دي.

د سوداګرو او صنایعو خونو مرستیال، خان‎جان الکوزی وايي:«ستونزې ډېرې دي؛ اوس ستونزه دا ده چې حکومت له یوې سرچینې ستونزې نه هواروي او د هوارۍ لپاره یې کار نه کوي، بلکې سیاسي ستونزو موږ زیان‎من کړي یوو.»

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په نوې پراختیايي تګلاره کې چې ټاکل شوې د بروکسل غونډې ته وړاندې شي د ملي یوالي حکومت پر بیلابیلو برخو کې ځان‎بسیاینې ته د افغانستان پر رسېدو ټینکار لري او په دغو برخو کې به د لویو پانګونو جذب له لویو بحثونو وي.

د بروکسل ناستي لپاره د ملي یووالي حکومت یوه ژمنه په هېواد کې د پانګونو لپاره د زمینې برابرول دي؛ خ

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه