Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملګرو ملتونو استازی: د افغانستان پر وړاندې په رېښتینو ژمنو کې د نړیوالې ټولنې بریا ده

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازی، تادامیچي یاما موتو د بروکسل له غوندې مخکې وايي چې د نړیوالې ټولنې لپاره د بریالیتوب یوه مهمه موضوع له افغانستان سره دریښتینو ژمنو کول دي.

دی په دې اړه وايي:"نړیواله ټولنه باید پر دې پوه شي او زه فکر کو چې دوی(افغانستان) هڅه کوي تر څو ځان بساینې ته ورسېږي او دا کار یوه اندازه مرستو ته اړتیا لري."

د ملګرو ملتونو لوی استازی زیاتوي چې افغانستان له یوې لسیزې راهیسي د ملکي کسانو زیاته مرګ ژوبله او په حکومتي بنسټونو کې فساد تجربه کوي او دا هېواد د نړیوالو مرستو په برخه کې هم له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی چې دا ستونزې به په بروکسل ناسته کې وڅېړل شي.

د نوموړي په خبره چې د بروکسل په ناسته کې به د ۷۰ هېوادونو او ۲۰ بنسټونو استازي یوه داسې کړنلاره وړاندې کړي چې له مخې به یې افغانستان د اصلاحاتو او اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې خپل لیدلوری ښکاره کړي.

ښاغلی تادامیچي د ملي یووالي حکومت له مشرانو غواړي تر څو د افغانستان راتلونکي لپاره فکر وکړي.

دی زیاتوي:"اصلي ټکی دا دی چې مشران باید په رېښتیني توګه د افغانستان راتلونکي او خلکو ته د ښو خدمتونو لپاره فکر وکړي. هر یو سیاسي مشر خپله ټاکنیزه حوزه لري او د خپلو ملاتړو غوښتنو ته  پام وکړي، خو افغانستان له نویو ستونزو سره مخامخ دی. نه یوازې د امنیت له پلوه، بلکې د اقتصادي حالت، بشري حقونو او فساد په برخه کې."

دی وايي چې دا ستونزې کولی شي د افغانستان پر راتلونکي ټيکاو اغېزه وکړي.

د ملګرو ملتونو استازی په دې باور دی چې نړیوالې ټولنې ۵۰ کاله مخکې خپل کار په افغانستان کې پیل کړل، دې هېواد په بېلابېلو برخو کې لاسته راوړنې درلودې، خو باید هڅه وکړو چې له دې هېواد څخه یو لیدلوری ولرو.

دی وړاندې څرګندوي چې ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په دې هېواد کې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ځواکمن لید لري او په دې وروستیو کې د ښاغلي غني د پیاوړې مشرۍ سره د اصلاحاتو په برخه کې هڅې پیل شوې دي، له همدې اړه له فساد سره د مبارزې مرکز هم جوړ شوی دی.

نوموړی په افغانستان کې د ملکي کسانو مرګ ژوبلې په اړه خپله اندېښنه څرګندوي او زیاتوي:"دا په افغانستان کې لویه ستونزه ده."

دی وړاندې وايي:"د یوناما له خوا په کلني خپاره شوي راپور کې راغلي دي چې د روان زیږدیز کال تر جون میاشتې ۱ زرو ۶۰۱ ملکي کسان د تاوتریخوالیو په ترڅ کې وژل شوي دي او ۳ زره او ۵۶۵ تنه نور ټپیان شوي دي چې د ۲۰۱۵ زیږدیز کال په پرتله ۴ سلنه زیاتوالی ښیې."

په افغانستان کې امنیتي ستونزې اساسي کړکېچ بولي.

ښاغلي یاما موتو څرګندوي:"دا وایم چې یوه اساسي ستونزه د امنیت نه شتون دی.په افغانستان کې د امنیت نه شتون پر ټولو فعالیتونو اغېزه کوي. وروسته له دې چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ووتل طالبانو په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې د افغان ځواکونو وړتیاوې وازمویلي. او دا په دې کال کې د حالاتو د پېچلې کېدو لامل شو.

ده وویل چې طالبانو هڅه کړې تر څو ډېرې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازی، تادامیچي یاما موتو د بروکسل له غوندې مخکې وايي چې د نړیوا

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه