Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کډوالي؛ د افغانستان او اروپايي ټولنې د خبرو اترو مهمه موضوع

د افغانستان او اروپايي ټولن چارواکو تېره ورځ(سې‎شنبې د تلې۱۳مه) د بروکسل ناستې په څنډه کې د کډوالو پر موضوع خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان او اروپايي ټولنې د کډوالو بېرته راستنېدو څرنګوالي په اړه هوکړه لاسلیک کړې ده.

د دې سند له مخې به د کډوالو په برخه کې ستونزو، غیر منظمې کډوالۍ او نامتناسب حالت سمولو لپاره به ګډ سیاسي هوډ وي او په ګډه به دواړې خواوې هڅې کوي.

همداراز دې هوکړه‎ کې راغلي، د هغو کډوالو غوښتنې چې د اروپايي ټولنې قوانینو سره سمون نلري، بېرته افغانستان ته واستول شي.

د «د راتلونکې لپاره د ګډې همکارۍ» هوکړه د شپږو میاشتو د هڅو پایله ده چې د کډوالو بیا ستنېدو او ځای پر ځای کېدو لپاره زمینه برابروي.

په دې لیدنه کې د کډوالو بېرته ستنېدو په برخه کې له پرتو ستونزو سره د مبارزې په برخه کې او ګډې همکارۍ، د غیرقانوني کډوالیو خطرونو کموالي او هغه کسان چې افغانستان ته ستنیږي د هغوی پر ادغام خبرې اترې وشوې.

په دې لیدنه کې همداراز افغانستان او اروپايي ټولنې هوکړه وکړه چې په نېږدې راتلونکې کې به د ګډو همکاریو لومړۍ ناسته ترسره شي.

د افغانستان او اروپايي ټولن چارواکو تېره ورځ(سې‎شنبې د تلې۱۳مه) د بروکسل ناستې په څنډه کې د کډوالو

Thumbnail

د افغانستان او اروپايي ټولن چارواکو تېره ورځ(سې‎شنبې د تلې۱۳مه) د بروکسل ناستې په څنډه کې د کډوالو پر موضوع خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان او اروپايي ټولنې د کډوالو بېرته راستنېدو څرنګوالي په اړه هوکړه لاسلیک کړې ده.

د دې سند له مخې به د کډوالو په برخه کې ستونزو، غیر منظمې کډوالۍ او نامتناسب حالت سمولو لپاره به ګډ سیاسي هوډ وي او په ګډه به دواړې خواوې هڅې کوي.

همداراز دې هوکړه‎ کې راغلي، د هغو کډوالو غوښتنې چې د اروپايي ټولنې قوانینو سره سمون نلري، بېرته افغانستان ته واستول شي.

د «د راتلونکې لپاره د ګډې همکارۍ» هوکړه د شپږو میاشتو د هڅو پایله ده چې د کډوالو بیا ستنېدو او ځای پر ځای کېدو لپاره زمینه برابروي.

په دې لیدنه کې د کډوالو بېرته ستنېدو په برخه کې له پرتو ستونزو سره د مبارزې په برخه کې او ګډې همکارۍ، د غیرقانوني کډوالیو خطرونو کموالي او هغه کسان چې افغانستان ته ستنیږي د هغوی پر ادغام خبرې اترې وشوې.

په دې لیدنه کې همداراز افغانستان او اروپايي ټولنې هوکړه وکړه چې په نېږدې راتلونکې کې به د ګډو همکاریو لومړۍ ناسته ترسره شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه