د بهرني سیاست په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز د بروکسل په غونډه کې د افغانستان لپاره د خپل هېواد د ۵۰۰ مېلیون ډالري مرستې کڅوړه اعلان کړه.
ښاغلي عزیز افغانستان ته د دغو مرستو د زمینې برابرول په افغانستان کې د پراختیايي پروژو د لا پراختیا لپاره بولي.
په همدې حال کې د پاکستان دولت اعلان کړی چې دغه شمېر د هغو ۵۰۰ مېلیون ډالرو څخه جلا دی چې مخکې د دغه هېواد له خوا د افغانستان د بیخ بنسټونو،ښوونې او روزنې او روغتیا په برخه کې اعلان شوې وې.
سرتاج عزیز زیاته کړه چې پاکستان د ۳۰۰ افغان زدهکړیالانو لپاره تحصیلي بورسونه برابر کړي او دغه هېواد ژمن دی چې د بورسونو ورته شمېر د افغان زدهکړیالانو لپاره د طب،انجینیرۍ،بانکدارۍ او نورو تحصیلي څانګو کې برابر کړي.
د بروکسل غوڼده په ۲۰۱۲ کال کې د توکیو د غونډې لړۍ ده او موخه یې له افغانستان سره د نړیوالۍ ټولنې د مالي او سیاسي مرستې د ژمنې غځول دي.
سرتاج عزیز د افغانستان د سولې بهیر ته په اشارې سره، په افغانستان کې تلپاتې سولې او ټيګاو ته د رسېدو لپاره سیاسي خبرې اترې یوه معقوله لاره وبلله.
هغه د سولې له هوکړه لیکه څخه چې په دې وروستیو کې د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ لاسلیک شو له هرکلي سره وویل چې هېواد یې ژمن دی چې د همغږې ډلې په توګه د تلپاتې سولې د رامنځته کېدو لپاره به خپلې جدي هڅې وکړي.
عزیز ټينګار وکړ چې د طالبانو په اړه د پاکستان دریځ دا دی چې تاوتریخوالی پرېږدي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.
په دې اړه مو اندونه