په افغانستان کې د بهرنیو پانګونې د ځوړ له پړاو وروسته، د حرکت ادارې په دوبۍ ښار کې د بهرنیو او کورنیو پانګونې د جذب دوه ورځنۍ غونډه جوړه کړې ده.
په دغې غونډه کې څه باندې ۱۲۰ سواګرو او د افغان حکومت استازو ګډون کړی وو.
د دې ادارې چارواکي وایي چې په دې غونډه به کې حکومت او خصوصي برخه د پانګونو پر اوسنیو ستونزو او حل لارو خبرې وکړي.
د حرکت ادارې رییس نور عالم حکیمیار په دې اړه وویل:«په دغې غونډه کې حکومت باید څرګنده کړي چې افغانستان کې داسې څه شته چې پانګه وال هغه ته اړتیا لري او حکومت تراوسه نه دی توانېدلی په افغانستان کې د پانګونې لپاره هغه برابر کړي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رییس سید زمان هاشمي هم وايي:«دا غونډه د حرکت ادارې او خصوصي برخې له خوا جوړه شوې او په هېواد کې د پانګونې د جذب لپاره دا غونډه ډېره مهمه ده.»
په دوبۍ کې یو شمېر افغان سوداګر وایي چې د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدل په هېواد کې د پانګونو د پراختیا لپاره لار هواره کړې.
په دوبۍ کې افغان سوداګر محمد یوسف مهمند څرګندوي:«له دې غونډې سره هم مهاله، په دوحه کې هم د سولې غونډه جوړه شوې او دا ناسته په افغانستان کې د سوداګرو لپاره د بیا کار د ډاډ لپاره ډېره مهمه ده.»
په دوبۍ ښار کې د افغانستان د کونسلګرۍ مسوولان وایي چې د پانګونو د جذب د غونډې په څنډه کې هڅه کېږي چې د کورنیو او بهرنیو سوداګرو ترمنځ د خبرو د زمینې په برابرېدو سره د ګډو پانګونو پر جذب ګډ کار وشي.
په دوبۍ ښار کې د پانګونو د جذب غونډه په دوحه کې د سولې د خبرو له پېلېدو سره همهاله جوړه شوې ده.
ځينې سوداګر او پانګه وال وایي چې د سولې په راتګ سره داس احتمال شته چې یو ځل بیا په هېواد کې د کورنیو او بهرنیو پانګونو بهیر له سره پیل شي.