Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د دوشي-بامیان سړک د ۸ کلونو له تېرېدو سره لاهم بشپړ جوړ شوی نه دی

د بغلان او بامیان ولایتونو ځينې اوسېدونکي پر ټولګټو وزارت نیوکه کوي او وايي نه دي توانېدلي چې د ۸ کلونو راهیسې د دوشي - بامیان سړک جوړ کړي.

دوی وايي په وروستیو کې نړیوال بانک د دغه سړک سل مېلونه ډالر له کورونا سره مبارزي ته لېږدولي دي او دا کار به د سړک جوړونې برخه کې نور هم ځنډ رامنځته کړي.
 
له بلخوا د دوشي ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي وايي که څه هم د دې سړک د لومړۍ برخې د جوړولو تړون پای ته رسېدلی، خو تر دې دمه تړوني شرکت په بشپړ ډول خپله دنده نه ده ترسره کړې.

د تاله و برفک ولسوالۍ اوسېدونکی سید محمد باشنده وايي:«شرکت کمزوری دی، که چېرې شل ورځې او یا یوه میاشت کار وکړي، دوه یا درې میاشتې رخصتي کوي.»

د دوشي ولسوالۍ اوسېدونکی محمد عالم هم وویل:«کابو یو کال کېږي چې دا موټر مې په دوه لکو اخیستی، اوس خلک دا موټر په یو لک هم نه اخلي، د دې لپاره چې په خامه سړک ګرځېدلی یم.» 

د بغلان ولایت ځينې اوسېدونکي د دغه سړک اهمیت ته په پام سره وایي چې په وروستي مورد کې نړیوال بانک چې د دې پروژې تمویلوونکی دی؛ د دې پروژې سل مېلیون ځانګړي شوي ډالر له کورونا ویروس سره د مبارزې برخې ته لېږدولي دي.
 
 د کنده سنګ کلي اوسېدونکی صبغت الله ابراهیمي وايي:«د دغې پروژې د تړون د کار پای د ۱۳۹۸ کال د مرغومې میاشتې په درېیمه نېټه و چې هغه پای ته رسېدلی، لا پنځه شپږې میاشتې کېږي چې خپل کار ته یې دوام ورکړی دی.»
  
نړیوال بانک مني چې د دې پروژې د ځانګړو شویو پیسو یوه برخه یې له کوویډ نولس ناروغۍ سره د مبارزې لپاره حکومت ته کړې ده.

خو د دغه بانک د خبرپاڼې له مخې د دوشي - بامیان د سړک د پروژې د کار له چټکتیا د ډاډ په ترلاسه کولو سره به د دې پروژې لګښت ورکړي.
 
د ټولګټو وزارت د ویاند مرستیال محمد اشرف حق شناس په دې هکله څرګنده کړه:«د دغې پروژې تمویلونکی نړیوال بانک دی د افغانستان له مالیې وزارت سره یې ژمنه کړې ده چې د هغه د لګښت پیسې به ورکړي، د ټولګټو وزارت ژمن دی چې د دغې مهمې او بنسټیزې پروژې کار په معیاري توګه بشپړ کړي.»

د دوشي - بامیان سړک د  شمال - جنوب د کورېډور د رامنځته کېدو او د سالنګ د بدیلې لارې په موخه رغول کېږي، تر ۲۰۲۰ زیږدیز کاله باید جوړه شي چې د شمال - سالنګ د لویې لارې د جوړېدو بنسټيز کار پیل شي.

اوس مهال د سالنګ د لویې لارې ډېره برخه ویجاړه شوې ده او د ځينو موټر چلوونکو په وینا شونې ده، د سږکال په ژمي کې دا لویه لار د باروړونکو او مسافر وړونکو موټرو د تګ راتګ وړ نه وي.

د یو سلو دوه  پنځوسو  کیلومټرو په اوږدوالي سره د دوشي - بامیان د سړک د رغولو کار له اتو کلونو راهیسې پېل شوی دی، خو لا هم بشپړ شوی نه دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه