Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د سوداګریزو باغونو پراختیا په تړاو د کرنې وزارت هڅې

د کرني او اوبو لګولو وزارت هېواد کې پر زرګونه جریبه ځمکې د سوداګریزو باغونو له جوړولو خبر ور کوي.

د دغه وزارت ویاند، اکبر رستمي وايي یاد باغونه په دې موخه جوړېږي، ترڅو بزګران او باغوانان په هیواد کې د سوداګرۍ لپاره وهڅوي او د داسې باغونو جوړول به بزګرو او باغوانانو ته لس چنده ډیرعاید ورکړي.

د کرنې او اوبو لګونې وزارت وایي چې سږکال یې د خصوصي برخې په مرسته زرګونه جریبه سوداګریز بڼوڼه جوړ کړي دي.

د یاد وزارت ویاند، اکبر رستمي زیاتوي:«سږ کال هېواد کې ۴۰ زره جریبه باغونه جوړ شوي دي، چې یوه برخه یې سوداګریز باغونه دي، موږ هڅه کوو چې ننګرهار کې د خرما او انځرو سوداګریز بڼونه جوړ کړو.»

صلات، د ونو په ګڼوالي سره بوڼوڼو جوړېدل او د تازه مېوو اوږد عمر د سوداګریزو بڼوڼو له ځانګړتیاوو دي.

یو شمېر باغوانان چې د سوداګریزو باغونو جوړولو پیل کړي وايي، دوی له یو کال په تېرېدو له خپلو باغونو حاصلات تر لاسه کړي دي.

له دغو باغونو له ډلې یو یې چې درې کاله وړاندې د کاریزمیر سیمې په لس جریبه ځمکه کې جوړ شوی دی، ونې یې ټېټې، خو له مېوو ډکې دي.

محمود له څلويښتو کلو راهیسې بڼوال دی، نوموړي د بڼوالۍ نوې سوداګریزه بڼه ډیره ګټوره بولي.

دی زیاتوي:«مناسب حاصل ورکوي او د بڼولۍ دا تګلاره ډېره ګټوره ده او ښه عاید لري.»

کرنېزې شبکې مسوول، نعمت الله غیاثي څرګندوي:«دغه باغونه چې کله جوړ شول، لومړي کال کې میوه کوي او دوهم کال کې سوداګریز حاصل ورکړه یې پیلږي، باید اوایم چې هر باغ په منځني توګه تر ۹۰۰زره افغانۍ کیږي.‎»

افغانستان د کال په درېیو فصونو  کې بهرنۍ مېوې واردوي او دا مېوې له لرېو هېوادونو په لوړه بیه هېواد  ته واردیږي.

یو شمېر بڼوال وایي چې په هېواد کې د سوداګریزو بڼوڼو په جوړېدو سره به د بهرنیو وارداتو مخه ونیول شي.

ژر پخېدونکي مېوې، د ونو په ګڼوالي سره د بڼونو جوړېدل او د تازه مېوو اوږد عمر د سوداګریزو بڼوڼو له ځانګړتیاوو دي

شریک یي کړئ