Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل او کندوز ترمنځ مُلکي الوتنې له لسو کلونو وروسته بیاپيل شوې

د کابل او کندوز تر منځ مٌلکي الوتنې له لسو کلونو وروسته، نن سې شنبې (د تلې په ۸مه) په رسمي توګه له سره پیل شوې.

د کندوز ولایت چارواکي وایي چې تر دې وروسته په هره اوونۍ کې به دوه الوتنې له کابل - کندوز او له کندوز - کابل ته ترسره شي.

د کندز والي عبدالستار میرزکوال وايي:«موږ هڅه کوو چې د حاجیانو د الوتنو لپاره هم ډګر جوړ کړو چې د حج زیارت کوونکي هم جدې ته ولاړ شي.»
د ملکي هوایي چلند د خپلواکې ادارې رییس قاسم وفايي زاده وویل:«ځمکنۍ لارې د خلکو لپاره ډېرې خطرناکې دي او دې کار کندوز منزوي کاوه، نو باید پر الوتنکو کار شوی وی.»

بل خوا د کندوز ولایت ځينې اوسېدونکي د کابل او کندوز تر منځ د الوتنو د بیا پېلېدو هر کلی کوي او وایي چې پر ځمکنیو لارو ناامني د دوی له لویو ستونزو وه.

د کندوز اوسېدونکی محمد ظاهر مصلح وویل:«کندوز ته د الوتنو بیا پيل کولای شي د خلکو ستونزې حل کړي؛ ځکه چې دا د کندوز خلکو یوه غوښتنه وه.»
 
د کندوز هوایي ډګر شاوخوا یو نیم کال وړاندې بیا ورغول شو؛ خو د کندوز ولایت ځينې اوسېدونکي وایي چې اوس مهال په دغه ډګر کې ځینې تاسیسات بشپړ نه دي او په ځينو برخو کې یې ستونزې شته.

له لسو کلونو راهیسې د کابل او کندوز ترمنځ مُلکي الوتنې نه وې شوې.

شریک یي کړئ