Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرپل کې د پیازو حاصلاتو زیاتوالی؛ د بازار له نشتوالي شکایت

سرپل ولایت کې کروندګر وايي چې سږ کال یې د پیازو په حاصلاتو کې بې ساری زیاتوالی راغلی، خو بازار نشتوالي له کبله یې په نیمه بیه پلوري.

دغه کروندګر خبرداری ورکوي چې که حکومت د دوی پیاز بازارونو ته و نه رسوي، نو دوی به بیا د کوکنارو کښتونه پیل کړي.

ددغه ولایت کروندګر وايي چې د کرنې لپاره د اوبو او دغه  راز د اصلاح شویو تخمونو په پېرلو سره  اوه  کیلو پیاز ورته تر ۵۰ افغانیو تمام شوي دي، خو اوسمهال ددغه ولایت په بازارونو  کې د اوو کیلو پیازو بیه  تر ۳۰ افغانیو ده.

د سرپل ولایت د بختیار کلي اوسېدونکی، ګلبدین وايي:«دا حکومت کله زموږ خبر اخلي، حاصلات زیات دي، خو ورته بازار نشته، دا محصول موږ څه کړو.؟»

د سرپل د بیشکه پتن کلي اوسېدونکی، عبیدالله زیاتوي:«د سوداګرۍ او کرنې وزارت باید زموږ ستونزه هواره کړي، سړه خونه نلرو، بازار نشته موږ دومره پیا څه کړو؟‎»

د سرپل د خوش تپه کلي اوسېدونکی، عبدالعلي بیانوي:«څو ځله د سرپل ولایت ته ورغلو، اوس کال ته راغلي یوو غواړو چې له نېږدې خپلې ستونزې له حکومت سره شریکې کړو، خو لا هم ستونزې شته او هیڅ کار نه دی شوی.‎»

بل خوا د سرپل ولایت د کروندګرو یو استازی د بازار د نشتوالي د ستونزو په تړاو  د خپل غږ د پورته کولو لپاره کابل ته راغلی دی خو وایي چې هیڅوک یې غږ نه اوري.

 نوموړی وایي چې د سرپل ولایت د پیازو ډیره برخه د خوسا کېدو په حال کې ده.
 
د کرنې او اوبولګونې وزارت ویاند، اکبر رستمي څرګندوي:«موږ سرپل ولایت کې د سړو خونو جوړولو بهیر پیل کړی دی، او ژر به سرپل ولایت کې سړې خونې ګټنې ته وسپارل شي.‎»

د سرپل اوسېدونکي وایي چې د دوی د اټکلونو له مخې سږکال به  په دغه ولایت کې د پیاززو څه  باندې اوه سوه زره حاصلات راټول کړای شي.

 دا کروندګر وایي چې په هېواد کې د پیازو د حاصلاتو له زیاتوالي سره سره اوسمهال  پیاز له ګاونډیو هېوادونو هېواد ته راواردېږي.

سرپل ولایت کې کروندګر وايي په بې ساري توګه د پیازو حاصلات زیات شوي، خو له دولته ورته د بازار غوښتنه کوي

شریک یي کړئ