Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پلازمېنه کې د سپين کاغذ د تولید لومړۍ کار خونې په کار پیل کړی

د سپین کاغذ د تولید لومړنۍ کارخونې د کابل ښار د څرخي پله په صنعتي پارکونو کې په کار پیل کړی دی.

د دغې کارخونې مسوولان د بهیر کارخونې د ورځني تولید ظرفیت ۱۲۰ ټنه بولي او وايي که چېرې هغوی بسندویه اومه توکي په واک کې ولري، کولای شي چې سپین کاغذ په برخه کې د افغانستان اړتیا پوره کړي.

په دغې کارخونه کې کابو ۲۰۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده او د دغې کارخونې د مسوولانو په وینا هغوی په کابل کې د ورځې ۱۵ ټنه کاغذي کثافات راغونډوي او بیا تولیدوي. 
 
دغې کارخونې له خورا ډېرې پانګونې سره کار پېل کړی دی. دا فابریکه په دوو برخو یعنې د کارټن جوړولو او د سپین کاغد د تولید په برخه کې په ورځ کې له کابل ښار نه شل ټنه کاغذي کثافات راټولوي بیرته یې تولیدوي او  بیایې بازاز ته وړاندې کوي.
  
د بهیر د فابریکو د ډلې رییس نوید حکیم  په دې اړه وايي:«موږ د خپلو اومه توکو ډېره برخه له هغو کاغذونو چې په کوڅو او بازارونو کې انبار کېږي تامین وو او د هغه یوه برخه له بهر څخه وارد وو.»

د میدان وردګو اوسېدونکی صبغت الله وویل:«زموږ کارونه ښه دي او موږ له حکومته غواړو چې د دا ډول کارخونو د جوړولو لپاره زمینه برابره کړي چې د بې کارۍ ستونزه حل شي.»

بل خوا یو شمېر هغه کسان او شرکتونه چې په کابل ښار کې د کاغذي کثافاتو د راټولولو مسوولیت لري، دا فابریکه د خپل کارو بار لپاره یو ښه بازاز ګڼي.

د کاغذي کثافاتو د راټولولو د برخې کارګر موسی خان وايي:«موږ هغه کاغذونه چې له کوڅو او له منډوي د خپلو ځينو ډلو په واسطه راټول وو هر کیلوګرام په درې افغانۍ پېرو او دغې کارخونې ته یې راوړو چې هر کیلو ګرام کاغذي کثافات پر دوی پنځه افغانۍ وپلورو.»

د لومړنیو شمېرو له مخې افغانستان په کابل کې څه باندې ۱۰زره ټنه سپین کاغذ ته اړتیا لري چې لویه برخه یې له لرو هېوادونو په لوړ لګښت سره واردېږي، د دغه راز فابریکو جوړېدل بهر ته د هغو لسګونه مېلیونه ډالرو د تلو مخه نیولای شي چې د کاغذ پر پېرلو لګول کېږي.

شریک یي کړئ