Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات برېښنا ریاست: طالبانو د برېښنا یوې پایې ته چاودنه ورکړې

د هرات برېښنا ریاست نن(پنجشنبې د تلې په لومړۍ نېټه) یوې خبرپاڼه کې وايي چې طالبانو تېره شپه له ایرانه د وارداتي برېښنا یوه پایه په بمونو الوزولې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې طالبانو دغه پایه د هرات ولایت غوریانو ولسوالۍ په کلاته کلي کې الوزولې.

خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې سیمه کې د طالبانو ګواښونو له منځه تلو او سمې ته د افغان ځواکونو رسېدو سره به د برېښنا شرکت کارکوونکي د برېښنا بیا نښلولو په موخه سیمې ته ولاړ شي.

د هرات برېښنا ریاست وايي چې د برېښنا دغې پایې تخریب سره له ایرانه د وارداتي برېښنا بهیر پرې شوی او د دغه ولایت ۵۰ سلنه اوسېدونکي بې برېښنا شوي دي.

د سیمه ییزو مسوولینو په وینا مخکې له دې هم په وار وار له ترکمنستان او ایرانه هرات ته  وارداتي برېښنا پایې ورانې شوې وې.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د هرات برېښنا ریاست وايي چې د برېښنا دغې پایې تخریب سره له ایرانه د وارداتي برېښنا بهیر پرې شوی او د دغه ولایت ۵۰ سلنه اوسېدونکي بې برېښنا شوي دي

شریک یي کړئ