Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

باختر هوايي چلند شرکت بیاځلې پر فعالیت پیل وکړ

د باختر هوايي چلند شرکت، نن یکشنبې (د لړم په ۴مه) د «باخترافغان الوتنې» تر نامه لاندې خپل فعالیت پيل کړ.

دا دویم دولتي هوايي چلند شرکت دی چې د نورو کورنیو هوايي چلند شرکتونو ترڅنګ به په هېواد کې کار وکړي.

د باختر شرکت مسوولان وايي چې د مالیې وزارت له پانګونې سره له یوې «بوینګ ۷۳۷ - ۷۰۰» الوتکې سره په کورنیو الوتنکو کې په کار پیل کړی دی ا و ډېر ژر به دوه نورې «کیو ۴۰۰ ډي هویلانډ» ډوله الوتکې وپېري او په کار به یې واچوي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپل ټوېتر پاڼه د ځينو انځورنو له شریکولو سره، لیکلي دي چې ولسمشر نن ماښام د باختر هوايي چلند شرکت بیا فعالیت افتتاح کړ.

صدیقي همدارنګه زیاتوي چې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر نن له امنیتي کمرو سره سمبال شو.

شریک یي کړئ