Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هوايي چلند اداره له ناس او اولیف شرکتونو سره تړون پای ته رسوي

په داسې حال کې چې تر اوسه په هوایي ډګرونو کې د ځمکنیو سمبالیتاوو اوامنيتي خدمتونو د وړاندي کولو د مسوولیت لپاره کوم نوی شرکت نه دی ګومارل شوی، خو د هوایي چلند اداره په هوايي ډګرونو کې د دوو خصوصي شرکتونو «ناس» او «اولیف ګروپ» د کار له پای ته رسېدو خبر ور کوي. 

د ناس او الیف له شرکتونو سره د جلا جلا تړونونو له مخې، دغو شرکتونو د هېواد په لویو هوایي ډګرونو کې امنیتي او ګرونډ هنډلینګ خدمتونه وړاندې کول.

خو اوس د هوایي چلند اداره وایي چې د خدمتونو په وړاندې کولو کې د دغو شرکتونو د ناتوانۍ او دغه راز په هوايي ډګرونو کې د قاچاق د ستونزو له امله یې له دغو شرکتونو سره تړونونه پای ته رسولي دي.
 
د ملکي هوایي چلند د خپلواکې ادارې رییس محمد قاسم وفايي زاده وايي:«په هغه صورت کې چې د خدمتونو په وړاندې کولو کې پاتې راتلل رامنځته کېږي. که په غیر قصدي توګه وي، یعنې د قاچاق کوونکو ته د یوې روزنې زمینه برابرېږي، دا طبیعي ده چې د تړون له موادو سره ټکر دی او دا د تړون د موادو په اجرا کې پاتې راتلل دي.»

د هېواد په هوایي ډګرونو کې د ناس او اولیف د شرکتونو لپاره وروستی موده د نومبر پنځمه یعنې راتلونکې لس ورځې دي او تر لسو  نورو ورځو به دا مکلفیت نوی شرکت پر غاړه واخلي. خو د ملي تدارکاتو اداره وایي چې په هوايي ډګرونو کې د خدمتونو لپاره د ځای ناستي شرکت د استخدام بهیر تر کار لاندې دی.

د ملي تدارکاتو د ادارې ویاند رامین ایاز وویل:«د هوايي ډګرونو امنیتي تامین او د ځمکني لېږد رالېږد پروژې کار د تداکراتو د پړاونو د کچ کولو په حال کې دی، د دغې پړاو له وروستي کېدو وروسته د پرېکړې لپاره د تدارکاتو کمېسیون ته استول کېږي.»

بل خوا ځينې حقوق پوهان له حکومته غواړي چې د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې باید د تړوني شرکتونو ستونزې روښانه کړي.
 
حقوق پوه آرش شهیرپور زیاتوي:«هغه حقیقي او حکمي شخصیتونه چې د حقوقي ارزښتونو پر خلاف کړنه وکړي، دوی به په قانون کې وړاندوینې شوې حقوقي جزايي ماهدو سره به مخامخ شي.»

له ناس او اولیف شرکتونو سره مو بیا بیا اړیکې ونیولې خو د دغو  شرکتونو مسوولان له موږ سره مرکې ته حاضرنه شول.

د هوايي چلند اداره وایي چې په هوايي ډګرونو کې به د ګرونډ هنډلینګ د خدمتونو او امنتیتي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د درېیم شرکت په ګومارلو سره د هوايي ډګرونو له لارې د پیسو او سرو زرو د قاچاق مخه ونيول شي.

خو د ملي تدارکاتو اداره وايي د هغو شرکتونو د استخدام بهیر چې په دې وروستیو کې به دغه  ماموریت چارې ور سپارل کېږي رواني دي. 

شریک یي کړئ