Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لومړي ځل لپاره د ایران یو کوچنی رېل ګاډی هرات ته راغی

د هرات ځايي چارواکي وايي چې د لومړي ځل لپاره د ایران یو کوچنی مسافر وړونکی رېل ګادی د هرات - خواف د رېل پټلۍ له لارې دغه ولایت ته راغلی.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد په دې اړه وايي چې په دغه اورګاډي یا رېل ګاډي کې یو ایرانی پلاوی هېواد ته راغلی دی او د هرات - خواف رېل پټلۍ د کار د وروستي کولو لپاره د هرات له ځايي چارواکو سره خبرې اترې کړې دي.

د هرات د ویاند په وینا، د هرات - خواف د رېل پټلۍ د درېیمې برخې د کارونو وروستي کېدل جریان لري او په نږدې راتلوونکو اوونیو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د هرات - خواف د رېل پتلۍ څلورې برخې لري چې د هغه دوه برخې د ایران په خاوره او دوه نورې برخې کیې څه باندې ۱۵۰ کیلومټره پر اوږدوالي د افغانستان په خاوره کې واقع شوی دی.

د دغه رېل پټلۍ د درې برخو لګښت د ایران حکومت ورکړی دی.

د هرات ځايي چارواکي وايي چې د دغې رېل پټلۍ د کار څلورمه برخه چې څه باندې ۸۰ کیلومټره اوږدوالی لري او د دغه ولایت تر صنعتي ښارګوټي رسېږي ټاکل شوې ده چې په راتلوونکې میاشت کې پيل شي. 

شریک یي کړئ