Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې د زعفران ګل موسم؛ کرنې وزارت د حاصل له زیاتوالي خبر ورکوي

د زعفرانو د ګل راټولولو د وخت رارسېدو سره سم، هرات کې زیاتې مېرمنې د زغفرانو د راټولولو او پروسسولو مرکزونو ته د کار په موخه ورغلي دي.

یاد ولایت کې ډېر شمېر مېرمنې د زعفرانو پروسس برخه کې کار کوي، دوی او کروندګر هیله ښیې چې سږکال د زعفرانو حاصل تر نورو کلونو زیات شوی دی.

کروندګر وايي:«د تلې په ۱۵مه یې که اوبه کړو نو ۱۰ تر ۱۲ ورځو پورې ګلان نیسي.»

د زعفرانو د راټولونې په موسم کې په بیلابیلو بهیرونو کې د زعفران کارو ښځو لپاره کاري موکې برابرې شوي دي.

SAFFRON

د کرخ ولسوالۍ د زعفران کارانو د ټولنې غړې زیاتوي:«زموږ ځای زیات دی او ډېرو وسایلو ته اړتیا ده، څو ډېرې ښځې راشي او کار وکړي.»

د کرنې وزارت بیا وایي، سږکال پر نوره زر هکټاره ځمکه هم زعفران کښت شوي.

د کرنې او اوبو لګونې وزارت وايي، سږکال به په بیلابیلو ولایتونو کې څه باندې ۲۰ ټُنه زعفران تولید شي.

د یاد وزارت ویاند، اکبررستمي څرګندوي:«سږ کال هرات کې له نیکه مرغه د زعفرانو کروندې له زرو هکتارو زیاتې شوې دي چې د هېواد کې یې اندازه له اتو زرو هکتارو زیاته شوې، او ښایې سږ کال به د تېر پرتله د زعفرانو د تولید کچه زیاته وي.‎»

هرات لا هم په هېواد کې د زعفرانو د تولید په برخه کې اصلي مرکز دی.

د هېواد څه باندې ۹۰ سلنه زعفران د هرات ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې تولیدیږي.

شریک یي کړئ