Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پیسو نړیوال صندوق یوه رپوټ کې د افغانستان د اقتصادي برخو څېړنه

د پیسو نړیوال صندوق په یوه رپوټ کې، د افغانستان اقتصادي برخې څېړلې دي چې په هغه کې بې وزلي او بې کاري د افغانستان له سترو ستونزو یاد شوي دي.

د پېسو د نړیوال صندوق په دغه رپوټ د افغانستان اوسنی او د راتلونکو څلورو کلونو اقتصادي وضعیت اټکل شوی، راغلي دي چې په روان زیږدیز کال کې د هېواد ناوړه اقتصادي وضعیت، مالي او پولي ناخوالې او د توکو د بیو لوړېدل له یوې خوا او ورځ تر بلې وزګارتیا او د پړسوب زیاتوالی له بلې خوا په هېواد کې د بې وزلۍ د زیاتوالي لامل شوی دی.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې په وران کال کې د افغانستان صادرات ۳۵ سلنه کم شوي دي او حکومت له بودیجې بهر د مرستو د لګولو کچه ۶۲ سلنې ته رسېدلې ده .
  
د احصایې او معلوماتو د ادارې مرستیال حسیب الله موحد وايي:«زموږ هېواد د کمو پرمختللو هېوادونو له ډلې دی؛ دا په خپله د دې ښودنه کوي چې د کورونا اغېزې تر ډېره نه شي کولای اقتصادي سکټور ته زیان ورسوي؛ له دې پلوه زه فکر کوم چې منفي پنځه سلنه وده به حقیقت نه شي.»

په دغه رپوټ کې د افغانستان لپاره د نړیوال صندوق د اعتباري تسهیل پروګرام اغېزناک بلل شوی دی.
 د مالیې وزارت وایي چې په دې برخه کې د دریو راتلونکو کلونو لپاره هم د پېسو د نړیوال صندوق ژمنې شته .

شریک یي کړئ