Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات ته د رېل پتلۍ له لارې د ایراني توکو لومړنۍ جوپه راورسېده

د لومړي ځل لپاره د ایران د صادراتي توکو یوه ۵۰۰ ټني جوپه د هرات - خواف د رېل پټلۍ له لارې نن چهارشنبې (د لیندۍ په ۱۲مه) هرات ولایت ته راورسېده.

د هرات د غوریان ولسوالۍ د روزنک د ریل پټلۍ تم خای ته له ایرانه د دوو رېل ګاډو په رسېدو بالاخره د هرات - خواف د رېل پټلۍ درېیمه برخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یوه رېل ګاډي کې ایراني چارواکي راغلي او په بل رېل ګاډي کې ۷ واګونه ایراني سمنټ هرات ته راوړل شوي دي.

د هېواد د رېل پټلۍ ادارې رییس یما شمس وویل:«د دغې پټلۍ له پرانیستو سره، افغانستان نېغ په نېغه کولای شي خپل سوداګریز توکي ټولو هغو هېوادونو ته چې له دغې پټلۍ سره نښتي دي، ورسوي.»

د ایران د رېل پټلۍ ادارې تخنیکي مرستیال سید مصطفي داوودي هم څرګنده کړه:«دا ټسټ (ازمویښت) یو بریالۍ ازمویښت و. زموږ باري رېل ګاډی د پلان شوې پروګرام په مطابق سیر وکړ. او الحمدالله اوس د روزنګ په تم ځاي کې درېدلی دی.»

ټاکل شوې د هرات - خواف د رېل پټلۍ د درېیمې برخې له پرانېستو وروسته تر راتلونکو نږدې لسو ورځو پورې به د دغې اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې کار د افغان حکومت په بودیجې سره پیل شي. د رېل د دغۍ پټلۍ څلورمه برخه څه باندې ۸۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې غوریان ولسوالۍ د هرات له صنعتي ښارګوټي سره نښلوي.

د هرات - خواف د رېل پټلۍ ۲۲۶ کیلومتره اوږدوالی لري چې ۷۷ کیلومتره یې د ایران په خاوره او ۱۴۹ کیلومتره یې د افغانستان په خاوره کې ده. د رېل کاډي دغه لار په څلورو برخو کې جوړېږي.
 
د هرات - خواف د رېل پټلۍ ۲۲۶ کیلومتره اوږدوالی لري چې ۷۷ کیلومتره یې د ایران په خاوره او ۱۴۹ کیلومتره یې د افغانستان په خاوره کې ده، په څلورو برخو کې جوړېږي.

شریک یي کړئ