Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۵ مېلیون ډالري مرسته تصویب کړه

د نړیوال بانک مشرتابه پلاوي د افغانستان لپاره د نړیوالې پراختیا ادارې د بلاعوضو مرستو دوه کڅوړې تصویب کړې.

ټاکل شوې ده چې دغه ۸۵ ډالري مرسته د کورونا ویروس د اغېزو د کموالي، پاکو اوبو ته د لاسرسي، د روغتیا او عامه خدمتونو د پیاوړتیا په برخه کې ولګول شي.

نړیوال بانک په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د جګړې له دوام سره هم مهاله، د کووېډ نولس ناورغۍ خپرېدو د افغانستان د خلکو اقتصادی او ټولنیزې ستونزې زیاتې کړې دي او بې وزله کورنۍ اوبو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسۍ نه لري.

د نړیوال بانک دغه ۸۵ مېلیون ډالري مرسته، د افغانستان د بیارغونې صندوق د نویو مرستو د کڅوړې یوه برخه ده چې د هغه مدیریت د ۳۴ هېوادونو په استازیتوب د نړیوال بانک په غاړه دی. 

شریک یي کړئ