Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نوي زیږدیز کال له پیله د کابل - ډیلي الوتنې انحصاري کېږي

د نوي زیږدیز کال له پیله د کابل - ډيلي او ډیلي - کابل الوتنې د اریانا هوايي چلند شرکت ته به ځانګړې شي.

د مُلکي هوايي چلند ادارې په یوه مکتوب کې د کا ایر هوايي چلند شرکت ته ګواښ کړی، که چېرې په دغه مسیر خپلې الوتنې بندې نه کړي، له قانوني چلند سره به مخامخ شي.

د هېواد د هوايي چلند ادارې په دغه مکتوب کې چې ۴ ورځې مخکې کام ایر هوايي شرکت ته استولی ویلي، هند او افغانستان هوکړه کړې چې، د کرنټین دورې تر پایته رسېدو پورې د کابل او ډيلي تر منځ الوتنې په انحصاري توګه د دواړو هېوادونو د دولتي هوايي شرکتونو له لوري ترسره شي.

کام اېر شرکت ادعا کوي چې، دغه ډول یوه هوکړه اصلاً نشته.

د کام ایر هوايي چلند شرکت سوداګریز امر سلیمان عمر وايي:«خبره د اریانا هوايي چلند شرکت شکایتونو ته ورګرځي. چې ګواکې دغه پرنسیپل یوازې دولتي هوايي شرکتونو ته معرفي شوی او د دغه امتیاز مستحق یوازې دولتي شرکتونه دي چې د هغه پرنسیپل په خلاف دی چې د هند د دولت له خوا معرفي شوی او په هېڅ ځای کې نه دي ویلي شوي چې یوازې دولتي شرکتونه دې وي.»

هند د الوتنو له پیل سره سم، د کورونا په دوره کې د الوتنو د مدیریت لپاره اصول وضع کړل چې په هغې کې، موخه په ظاهره د مسافرو محدودېدل وو نه د هوايي شرکتونو منع کېدل.

ښاغلي عمر په دې اړه زیاته کړه:«که چېرې مو مستحق نه وو نو هغه هېواد چې دغه پرنسیپل یې تطبیق کړی او معرفي کړی چې د هند دولت دی، هغوی به موږ ته اجازه نه راکوله چې هند ته الوتنه ولرو.»

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالواسع حیدري وویل:«انحصار نه یوازې دا چې د ازاد بازار نظام له ماهیت سره په ټکر کې دی بلکې د افغانستان په قوانینو کې د افغانستان په جزاي کوډ کې انحصار جرم ګڼل شوی دی.»

د آریانا هوايي شرکت وايي، د یادې هوکړې له مخې، دغه شرکت کولی د کابل- ډیلي تر منځ الوتنې ولري.

خو د کام ایر هوايي شرکت وايي، د دغه شرکت د الوتنو په درولو سره به د دغه شرکت د مالیاتو او پورونو ورکړې بهیر هم ټکنی کړي.

د افغانستان د خونو د فډراسیون د دارالانشا رییس شفیق سکندري     هم څرګندوي:«د هوايي دهلیز له لارې هند ته زموږ د صادراتو ستره برخه د کام ایر هوايي چلند شرکت له لارې کېږي. د الوتنو درېدل به ټول خصوصي سکټور ته به یو اقتصادي ګوزار وي.»

په دې اړه مو د ملکي هوايي چلند ادارې لیدلوری ترلاسه نه شوای کړی.

د ویلو ده که چېرې افغانستان او هند په دې اړه داسې یوه سلا کړې وي؛ نو د هېواد د ملکي هوايي چلند اداره بیا له نږدې درېیو میاشتو راهیسې ولې چوپه خوله وه او هند ته د کام اېر شرکت د الوتنو مخنیوی نه دی شوی.

خو د کام ایر هوايي شرکت وايي، د دغه شرکت د الوتنو په درولو سره به نه یوازې د مسافرو لېږد، بلکې د افغانستان صادرات او همدارنګه د دغه شرکت د مالیاتو او پورونو ورکړې بهیر به هم ټکنی کړي.

شریک یي کړئ