د مالیې وزارت نه دی توانېدلی چې د کال د عوایدو د راټولولو په برخه کې ټاکل شوي هدف ته ورسېږي.
د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندېوال په کابل کې یوې غونډه کې وویل چې د تېر مالي کال عواید ۱۱۷ مېلیارده افغانۍ وې په داسې حال کې چې دغه وزارت څه باندې ۱۷۴ مېلیارده افغانۍ راټولې کړې دي.
او د ملي عوایدو د کموالي دلیل په هېواد کې د کورونا ویروس خپرېدل ګڼي.
د مالیې وزارت وایي چې که څه هم دغه وزارت د ملي عوایدو له کموالي سره مخ دی، خو هڅه کېږي چې په ژنیو غونډه کې د حکومت د ژمنو له مخې په راتلونکو څلورو کلونو کې افغانستان ځانبسیاینې ته ورسېږي.
خو د مالیې وزارت مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ وایي چې د دوی د موندنو له مخې د تېرمالي کال د عوایدو لپاره هدف څه باندې دوه سوه مېلیارده افغانۍ و، چې په دې حساب یوازې د ملي عوایدو په برخه کې د دغه کال له ټاکل شوي هدف نه څه باندې دېرش مېلیارده افغانۍ کمې راټولې شوې دي.
بل خوا د مالیې وزیر وایي چې که څه هم نړیوالې ټولنې په راتلونکو څلورو کلونو کې له افغانستان سره د څه باندې ۱۳ میلیارده ډالرو مرستو ژمنه کړې ده، خو د دغو مرستو د جلب په بدل کې به مرستدویان هر کال د ژمنو د عملي کېدو لپاره د افغان حکومت کړنې وارزوي.