Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ازبکستان وارداتي برېښنا۴۰۰میګاواټو ته زیاته شوه

برېښنا شرکت وايي ازبکستان، افغانستان ته خپله وارداتي برېښنا له ۳۰۰ میګاواټو ۴۰۰  ته زیاته کړې ده.

یاد شرکت نن(دوشنبې د مرغومې په ۲۲مه نېټه) زیاتوي، مخکې له دې ازبکستان پنځو  دستګاو کې د تخنیکي ستونزو له کبله افغانستان ته خپله برېښنا کمه کړې وه.

د برېښنا شرکت همداراز څرګندوي:«اوس له دې کچې سره کابل او یو شمېر ولایتونو کې به د برېښنا د پرچاویو ستونزه هواره شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي په کابل کې د بریښنا وروستیو پرچاویو ته په پام سره؛ دا وضعیت  له دوه زرو دویم او دوه زرو دریمو میلادي کلونو سره پرتله کوي او وایي چې په تېرو اتلسو کلونو کې په هېواد کې د بریښنا رسونې په برخه کې د پاموړ بدلون نه دی راغلی.
 
د انرژۍ برخې یو شمېر کارپوهان په بریښنا شبکه کې د مدیریت کمزورتیا ؛ په  دې ادارې کې فساد او په بريښنا شبکه کې ضایعات هغه  علتونه بولي چې له امله یې په هېواد کې د بریښنا په برخه کې پېسې تر یوه بریده بې ځایه لګول شوي دي.

که څه هم بریښنا شرکت د بریښنا په برخه کې په تېرو ۱۸کلونو کې د شویو پانګونو په تړاو څه نه وایي؛ خو ددغه شرکت ویاند په دې برخه کې د تېرو اتلسو کلونو پانګونې ډېر ګټورې ګڼې

افغانستان په تېرو اتلسو کلونو کې له ایران؛ ازبیکستان، تاجیسکتان او ترکمنستان نه د مزو پر غزولو او په هېواد کې د بریښنا شبکې پر؛ پراختیا له پانګونې پرته په کور دننه د بریښنا د تولید پر پروژو ډېره لږه پانګونه کړې ده چې له همدې امله افغاسنتان هرکال په  منځنۍ توګه ګاونډیو هېوادونو ته تر ۳۰۰ ملیون ډالرو پورې ورکوي.

برېښنا شرکت وايي مخکې له دې ازبکستان پنځو  دستګاو کې د تخنیکي ستونزو له کبله افغانستان ته خپله برېښنا کمه کړې وه.

شریک یي کړئ