Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان - ترکمنستان د درېیو ګډو پروژو پرانیسته

د آقینه ـ اندخوی د اوسپنې پټلۍ، د ترکمنستان ـ شبرغان د برېښنا پروژه او د نوري فایبر درې پروژې نن(پنجشنبې د مرغومې په ۲۵مه نېټه) پرانیستل شوې.

د دغو پروژو د پرانیستنې مراسم په انلان ډول ترسره شول چې په کې د افغانستان ولسمشر، اشرف غني او د ترکمنستان ولسمشر، قربان قلي بردي محمدوف هم په کې ګډن کړی و.

له اقینې تر شبرغانه د ۵۰۰کیلوولټه او له شبرغانه تر مزارشریفه پورې د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا مزي لېږد د اقتصادي پراختیا او دواړو هېوادونو اړیکولپاره مهم بولي.

ولسمشر وايي چې د فایبر نوري پروژې کار په اقینه بندر کې بشپړ شوی دی او د ترکمنستان له ۲۵۰۰ میګا بایټه انترنت نه به خلک هرات او د دغه ولایت ګاونډیو ولایتونو کې استفاده وکړي.

همداراز د اقینې اندخوی ۳۰ کیلو متره اورګاډي پټلۍ کار ده چې ۲۴ یې اصلي او ۶ کیلومتر یې فرعي لیکي دي چې له دې لارې په افغانستان له ډېرو  هېوادونو سره ونښلول شي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان او ترکمنستان اړیکې اوس مهال په ستراتیژيکو اړیکو بدلې شوې دي او زیاتوي چې له ترکمنستان سره زموږ سیمه ییزې اړیکې مهمې دي.

ولسمشر غني دغو مراسمو کې طالبانو ته هم پیغام درلود او ویې ویل چې باید اوربند ته غاړه کېږدي.

ولسمشر زیاته کړه:«‎‎‎زما پیغام طالبانو ته دا دی چې د افغانستان د ملت نبض ولولئ. زموږ ملت پر سولې اجماع کړې ده او د تاوتریخوالیو دوام د افغانستان د ملت له اجماع سره په تضاد کې ده. او دا به لامل شي چې ستاسي پر وړاندې له مخکې هم بسیج شي. نو جګړه او وینې تویول ودروئ او اوربند ومنئ.‎‎»

شریک یي کړئ