Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

رشید مرادووف: د ټاپي پروژې پلي کولو کې پرمختګونه لرو

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د ټاپي پروژې د پلي کولو په برخه کې پرمختګونه لرلي دي او د ټاپي د ګازو نل لیکه د ودانۍ پړاو ته نږدې شوې ده.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادووف چې د افغانستان او ترکمنستان د ټرانزیټي اړیکو د پراختیا او په افغانستان کې د دغه هېواد د نویو پروژو د اهمیت غونډه کې وینا کوله ټينګار وکړ چې په لومړي پړاو کې د ترکمنستان د ګازو نل لیکه د ترکمنستان له پولو تر هرات ولایت پورې به جوړ شي.

رشید مرادووف په دې اړه وویل:«موږ له افغاني لوري سره د دغې پروژې د عملي کولو لپاره کار کوو او په لومړي سر کې د افغانستان له ولسمشره مننه کوو چې د هغو ځمکو چې د ترکمنستان د ګازو نل لیک په مسیر کې واقع کېږي استملاک جوړ کړی او همدارنګه د دغې پروژې لپاره نقشه جوړه کړې ده. په لومړي پړاو کې، د ګازو دغه نل لیکه په افغانستان کې زموږ له پولو تر هراته او وروسته تر کندهاره به جوړ شي.»

بلخوا د اسیا پراختیايي بانک د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټرانزیتي اړیکو د پراختیا په پام کې نیولو سره د دغو هېوادونو په پروژو کې پر ډېرو مرستو ټینګار کوي.

د اسیا پراختيايي بانک استازی چان چینګیو څرګندوي:«موږ د ټاپي پروژې اوږد مهاله تخنیکي خدمتونو لپاره زمینه برابروو او د څو مېلیارد ډالري پروژې د پلي کولو لپاره مالي مرستو ته به هم زمینه برابره کړو. موږ په سیمه کې د پراختیا په برخه کې له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له افغانستان او ترکمنستان سره کار کوو.»

بلخوا د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي په دې وروستیو کې ترکمنستان د افغانستان لپاره مهم ګڼي او وايي چې دغه پروژې باید عملي شي.

د اقینې اندخوي رېل پټلۍ جوړېدل، له ترکمنستانه اقینې او تورغنډۍ د فایبرنوري راکاږل او همدارنګه له ترکمنستانه شبرغان ښار ته د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا د مزو راکاږل هغه درې پروژې دي چې څلور ورځې مخکې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ پرانیستل شول.

د ترکمنستان حکومتي چارواکي وايی چې د اقینې اندخوی د رېل پټلۍ کولای شي په اږود مهال کې د سیمې د سوداګرۍ پر دهلېز بدل شي.   

د ټاپي پروژه په ۲۰۱۶ کال کې په دغې پروژه کې د څلورو شاملو هېوادونو د مشرانو - د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند ترمنځ پرانیستل شوه.

شریک یي کړئ