Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غوریاني: قطر د فراه پر هوايي ډګر پانګونه کوي

د صنعت او سوداګرۍ وزیر وايي، په فراه کې د قطر هېواد د پانګونې په دوام، اوس دغه هېواد غواړي د فراه هوايي ډګر د نړۍوال کېدو لپاره پر دغه هوايي ډګر نوره پانګونه هم وکړي.

د نوموړي په وینا، په دې وروستیو ورځو کې له کورنیو او عرب پانګوالو سربېره، ځینې ایراني، چینايي او اروپايي پانګوال هم د پانګونې لپاره د فرصتونو د ارزونې په موخه کابل ته راغلي دي.

له بل لوري د صنایعو ځینې مالکان وايي، د نا امنیو، د برېښنا د نشتوالي او نورو ننګونو له امله خپلې ۵۰ سلنې چارې یې په ټپه درولي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ددغه وزارت د فعالیتونو او پروګرامونو په وړاندې کولو سره وایي چې قطریان غواړي د فراه د هوایي ډګر په بیخ بنسټونو کې په پانګونو او ددغه هوايي ډګر په نړیوال کولو سره په فراه کې د تولیدونکو توکو د صادراتو لاره اواره کړي.
 
د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نثار احمد غوریاني وايي:«دوی(قطریان) حاضر دي د فراه هوايي ډګر نړیوال کړي، د سړو خونو او زېرمو کار پیل کړي، او ټول مواد چې تولید کیږي او په وخت نه پلورل کیږي، هلته سړو خونو کې وساتي او بیا یې په وار وار سره وپلوري.»

بل خوا د اقتصاد وزیره، کریمه حامد فاریابي وایي چې تمه کیږي د هېواد د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو سره په وران میلادي کال کې د هېواد اقتصادي وده دوه اعشاریه پنځه سلنې ته ورسېږي.
 
نوموړې زیاتوي:«دا اقتصادي وده د وګړو چټکې ودې سره برابره نه ده او کمه ده، چې مثبت او د لید وړ بدلون نشي راوستی، او د فقر کمښت، کار ته لاسرسي او اساسي خدمتونو ته لاسرسي لامل نشي کېدی.»

خو د صنایعو خاوندان خوشبین نه دي او وایي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره وزضعیت لاخرابېږی.

د اوسپنې اوبو کولو کارخونو د عامل پلاوي رییس، نصیر رېښتیا څرګندوي:«د برېښنا نشتون، د توکو قاچاق، د کاونډیو د دښمني سیاست، په ډېره کچه د توکو واردول، دا ټول هغه عوامل دي چې افغانستان کې هغه فابریکې چې جوړې شوې وې، یوه په بلې پسې له ماتې سره مخامخ شوې.»  

د صنعت او سوداګرۍ وزیر وایي سره له دې چې ګڼو پانګوالو خپلې پانګې له هېواد نه اېستلې دی . خو په وروستیو میاشتو کې په هېواد کې له پانګونو سره لېوالتیا زیاته شوې ده او درې سوه فابریکې د جوړېدو په حال کې دي.

د اقتصاد وزیره، کریمه حامد فاریابي وایي چې تمه کیږي د هېواد د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو سره په وران میلادي کال کې د هېواد اقتصادي وده دوه اعشاریه پنځه سلنې ته ورسېږي.

شریک یي کړئ