Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'اجمل احمدي غواړی په افغاني بانک نوټونو کې خپل لاسلیک چاپ کړي'

د ولسي جرګې ځينې غړي وايي چې ټاکل شوې ده د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي په نویو افغاني بانک نوټونو کې د خپل لاسلیک د چاپ لپاره پولنډ ته ولاړ شي.

اجمل احمدي چې د حکومت له خوا د مرکزي بانک د ریاست لپاره معرفي شوی و، یوه میاشت مخکې د ولسي جرګې د اعتماد رایه ترلاسه نه شوای کړه.

اوس د ولسي جرګې ځينې غړي په افغانستان بانک کې د اجمل احمدي د کار دوام د هېواد د قانون پر خلاف بولي او وایي چې د افغانۍ په نویو بانک نوټونو کې به د هغه لاسلیک د افغانۍ اعتبار ته زیان ورسوي.
 
د ولسي جرګې د مالي چارو او بودجې کمېسیون غړی عظیم محسني وايي:«دم ګړۍ، موږ د مرکزي بانک رییس نه لرو او ښاغلی اجمل احمدي چې پارلمان هغه رد کړی دی، پر بانک نوټ لاسلیک وکړي د افغانۍ اعتبار به د نړیوالو لپاره کم شي.»

د پوهنتون استاد سید مسعود هم څرګندوي:«په دې برخه کې ننګونې ډېرې دي. که چېرې پارلمان د احمدي یا بل چا د لاسلیک د بې اعتبارۍ لپاره پرېکړه وکړي ښايي ولسمشر تر فشار لاندې راشي چې نور د بانک د رییس لاسلیک د اعتبار وړ نه دی.»

بل خوا د اقتصادي چارو ځينې شنونکي د افغانۍ د بانک نوټونو خورا زړېدو ته په پام سره وایي چې اړتیا ته ولسمشر جدي اقدام وکړي او د نویو بانک نوټونو د چاپ پر وړاندې د ستونزو مخه ونیسي.

د بانکي چارو کارپوه سید جاوېد اندیش وویل:«ډېره اوږده موده کېږي چې مرکزي بانک د سرپرست له خوا اداره کېږي. هیله ده چې ولسمشر په دې برخه کې اقدام وکړي، ځکه چې دغه بنسټ ډېر معتبر دی او لږ تر لږه د ورځې هغه لاسلیکونه چې پر اسنادو کېږي باید یو واک لرونکی کس چې استازو ته هم د منلو وړ وي مرکزي بانک ته انتخاب شي.»

د افغانستان بانک په دې تړاو څه نه وایي خو د ولسمشر یو سلاکار وایي چې ډېر ژر به د سرپرستانو پر ځای نور کسان د باور رایې د اخېستو لپاره ولسي جرګې ته ولېږل شي .
 
په عامه او سټراټيژیکو چاور کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر څرګندوي:«په یوه مناسب وخت کې نور کسان به هم پارلمان ته معرفي شي چې د ملت له کوره رایه ترلاسه کړي.»

بل خوا په هېواد کې له یو ګون تر سلګون پورې د افغانۍ د بانک نوټونو له خورا زړېدو د خلکو له شکایت وروسته د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي شونې ده. د افغانستان بانک له لوري د زړو پیسو له راټولو وروسته لویه برخه دا پیسې بېرته بازار ته وړاندې شي.
 
شریک یي کړئ