Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان بهر ته د ګاونډیو هېوادونو د صادراتي توکو د قاچاق لار

د کانونو او صنایعو خونه وايي چې د زعفرانو په ګډون څو ډوله سوداګریز توکي له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته قاچاق او وروسته د افغانستان له لارې بهر ته صادرېږي.

د دغې خونې د عامل پلاوي رییس وایي چې افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو د توکو قاچاق سربېره پر دې چې په بازارونو کې یې د ناسالم رقابت لار هواره کړې ده؛ د هېواد په بازارونو کې د صنایعو او سوداګرۍ د برخو د دیوالي کېدو لامل هم شوی دی.
 
د کانونو او صنایعو  خونې د عامل پلاوي رییس رحیم الله سمندر وايي:«همدا اوس د کاونډیو هېوادونو تازه مېوې، وچې مېوې، پسته او نور سوداګریز توکي د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته صادرېږي.»

یو شمېر سوداګر وایي چې په دې وروستیو کې هېواد ته د زعفرانو پر قاچاق سربېره، له ایران نه وچه او تازه مېوه هم افغانستان ته واردېږي او هېواد ته له رارسېدو وروسته بېرته په سیمه کې دویم هېواد ته صادرېږي.

په ځینو هېوادونو کې د افغانستان پر محصولاتو د تعرفي معافیت د دې لامل شوی دی چې ډېری بهرني صادرونکي په دې هڅه کې شي چې خپل توکي د افغانستان له لارې بهر ته صادر کړي.
 
یو له سوداګرو میثم سرفرازي وايي:«د دې له امله چې اوس پر ایران تحریمونه دي نورو هېوادونو ته یې صادرولای نه شي، د افغانستان لارې ډېر صادرات کوي.»

د زعفرانو د رایان شرکت مرستیال عبدالخالق خدا دادي هم څرګندوي:«همدا اوس موږ امریکا ځينو نورو اروپايي هېوادونو او هند ته د ګمرکي تعرفې معافیت لرو چې دا د دې لامل شوی ګاونډي هېوادونه خپل توکي د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته صادر کړي.»

په دې تړاو ونه توانېدو چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت نظر تر لاسه کړو.

د کرنې وزارت د وروستیو شمېرو له مخې تېرکال په هېواد کې ۲۰ ټنه زعفران تولید شوي دي، په داسې حال کې چې د سوداګرۍ او پانګونې وزارت شمېرې ښيي چې په دغه کال کې څه باندې ۳۰ ټنه زعفران بهر ته صادر شوي دي. د زعفرانو ځینې کروندګر وایي چې اوس مهال د ایران یوه لویه اندازه زعفران افغانستان ته واردېږي او له دې ځایه بېره بهر ته صادرېږي.

د کرنې وزارت د وروستیو شمېرو له مخې تېرکال په هېواد کې ۲۰ ټنه زعفران تولید شوي دي، خو سږکال دغه شمېر ۳۰ ټنو ته لوړ شوی دی.

شریک یي کړئ