Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ګرځنډه ټلېفونونو واردات له جعلي مسلسلو شمېرو سره ممنوع شول

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د ګرځنډه ټلېفونونونو  د مسلسلو شمېرو له سند پرته واردات یې منع کړي دي.

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې تر هغه وروسته چې اعلان وکړ؛ په یوه سریال نمبر د څو ټلېفونونو د ثبتېدو له امله ورک شوي او یا غلا شوي ټلېفونونه نه شي بندولای، اوس مهال  له مالیې وزارت سره په همکارۍ غواړي د جعلي سریال نمبر لرونکو مبایلونو د وارداتو مخه ونیسي.
        
د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس سعید شینواری وايي:«له دې وروسته د هېواد په ګمرکونو کې یوازې هغه ټلېفونونه تشریح کېږي او یوازې هغو ګرځنده ټلېفونونو ته اجازه ورکول کېږي چې په بازار کې وپلورل شي چې واردوونکي یې د اترا له ادارې د مخابراتي وسایلو د تورید جواز او همدارنګه د ای ام اې اې کیفیت تصدیق پاڼه هم ولري.»

د ګرځنده ټیلفونونو پرلپسې شمېرې یا  آي ام اې آی هغه پنځلس نمبرونه دی چې کاروونکي یې د ستوري، علامت نمبر، صفر، شپږ علامت نمبر د کوډ په دایرولو سره هغه لیدلای شي.
          
موبایل پلورونکی حاجي شفیق وايي:«که چېرې ستاسو د ټلېفون مسلسله شمېرې چې له دایر کولو سره ترلاسه کېږي له هغې مسلسلې شمېرې سره چې د ټلېفون پر پوښ وي یو ډول وي ستاسو ټلېفون جوړ دی او ستونزه نه لري.»
    
د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره وایي چې هېوادوال دې د خپلو ټلېفونونو سریال نمبرونه له ځان سره ولیکي او د خپلو ټلېفونونو د ورکېدو او یا غلا کېدو په صورت کې دې دغې ادارې ته خبر ورکړي.

د ټکنالوژۍ برخې کارپوه ګدا محمد خراساني څرګندوي:«دا کار کولای شي چې د ټلېفونونو د غلا مخه ونیسي او همدارنګه د امنیت د ښه والي په برخه کې اغېزمتیا لري.»

د ورکو شویو ټلېفونونو د کارولو د مخنیوي لارې چارې د موبایلونو د غلاوو له زیاتېدو وروسته په پام کې ونیول شوې. په دغو غلاوو کې د مبایلونو یو شمېر خاوندان ټپیان شوي او وژل شوي هم دي.

شریک یي کړئ