د نړیوال بانک مدیره پلاوي د افغانستان لپاره ۹۷،۵ مېلیونه ډالر مرسته تصویب کړه.
نړیوال بانک وایي، دا مرستې به د وچکالۍ او د کورونا ویروس د اغېزو کمولو لارو چارو باندې ولګول شي. په ورته وخت کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، د وچکالۍ او بې وزلۍ له کبله به ۱۷ مېلیونه افغانان زیانمن شي.
نړیوال بانک د یوې اعلامیې په خپرولو سره وايي چې، د دغه بنسټ له نویو مرستو به د افغانستان په ۷۸ ولسوالیو کې شاوخوا ۲،۲ مېلیونه کسان چې له وچکالۍ او خوراکي خوندیتوب د نه لرلو له امله زیانمن شوي، برخمن شي.
په دې مرستو کې د نغدو پیسو وېشنه او د کاري موکو برابرول هم شامل دي.
د کرنې او اوبو لګونې وزارت وايي، وچکالي به د هېواد په شمال، لوېدیځ او سوېل کې د ۱۱ ولایتونو اوسېدونکي چې ډېری یې پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي، زیانمن کړي.
په داسې حال کې چې، په تېر یوه کال کې د بې وزلۍ کچه ۱۷ سلنه نوره هم لوړه شوې؛ د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، وچکالي به د دغه هېواد ۱۷ مېلیونه کسان بشپر پاله مرستو ته سترګې په لار کړي.
د نړیوال بانک دغه مرستې لومړنۍ مرستندویه بسته ده چې، د وچکالۍ پر وړاندې د چمتووالي په موخه په پام کې نیول شوې ده.