Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلام کلا په ګمرک کې د اورلګېدنې د لاملونو معلومول

د خصوصي سکټور او ولسي جرګې یو پلاوی اسلام کلا ګمرک ته تللی چې د اور لګېدنې د پېښې لاملونه معلوم کړی. پلاوی وایي چې د اورلګېدنې علت د نورم او سټنډرډ ادارې او قراردادي شرکت په نامعیاري توګه د غازو د بېلګې اخیستل و.

پلاوي موندلي، چې اداري فساد او د اسلام کلا ګمرک د مسوولانو بې غوري د اور د پراخېدو لامل شوی. په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، اسلام کلا ګمرک کې د اسانتیاوو او ظرفیتونو نه موجودیت له کبله تر دې وروسته پر دغه ګمرک خپل توکي نه واردوي.

د خصوصي برخې او د ولسي جرګې د ځینو غړو یو پلاوی چې د دغې پېښې د څېړنې لپاره دغه ګمرک ته تللی وايي، د سټنډرد اداره او د هغې قراردادي شرکت د دغې اور لګېدنې اصلي عاملین دي.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازی صادق قادري وايي:«نورم او سټنډرډ او د «ټي سي ار سي» شرکت د نفتي توکو د معاینه په نوم پیسې اخلئ او د اورلګېدنې پيل د ګازو د تسټ اخیستو له وخته - کله چې موټر سایکل له هغه ځایه تېرېده - پیل شوه له هغې وروسته د ګمرک او کمیسارۍ چارواکو خپل مسوولیت ادا نه کړ او بل عامل هم دا چې له اداري فساد له ګمرک پيل له هغې پورته پورې دی.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د اسلام کلا ګمرک د مسوولینو د بې غورۍ او په دې ګمرک کې د لازمو ظرفیتونو د نشتوالي له امله د یو شمېر موټر لرونکو او سوداګرو مېلیونونه ډالره په اور کې لولپه شول.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي غړی خان جان الکوزی څرګندوي:«موږ هېڅکله خپله پانګه په داسې یوه اور کې نه اچموو. دغه اور حتمي دی. تر هغې چې د اسلام کلا په ګمرک کې سیستم سم نه شي او تر هغې چې مسوولان مجازات نه شي هر څوک چې وي.»

د اسلام کلا په ګمرک کې موټر لرونکي او موټر چلوونکي وايي چې د دغه ګمرک په شاوخوا کې کندې چې د مسوولانو له خوا د اخاذۍ لپاره کیندل شوي دي، د دې لامل شول چې موټر ونه شي کولای له اورلګېدنې وتښتي.

موټر چلوونکی محمد نادر وايي:«د پیسو د اخیستو لپاره یې د موټر شاوخوا په اسکواټور کیندلي دي له دغو موټرو چې له نوبت پرته تېر شي اوه زره او اته زره افغانۍ پیسې واخلي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو پر بنسټ، د اسلام کلا ګمرک په اور لګېدنه کې د سلګونه مېلیونه ډالرو په ارزښت له سوداګریزو توکو بار څه باندې زر موټر سوځېدلي دي.

شریک یي کړئ