Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلام کلا کې سوداګر: حکومت دې غلا شوي توکي بېرته راوسپاري

د هرات یو شمېر سوداګر ادعا کوی چې په اسلام کلا ګرم کې د تېرې اونۍ په اورلګېدنه کې یو شمېر زورواکانو او غلو د دوی موټرونه او توکي وړې دي او اوس مهال د دغو موټر او توکو په بدل کې ترې پېسې غواړي.

دغه سوداګر له حکومته غواړي چې د هغوی مالونه او موټر له زرواکو او غلو څخه بېرته واخلي او دوی ته یې وسپاري.

سوداګر عبدالبصیر وویل:«زموږ یو کانټینر توکي وسوځېدل او یو بل کاڼټير هم د اسلام کلا خلکو یوړل. هغه کسان مشخص شوي خو موږ نه شو کولای چې خپل مالونه له هغوی ترلاسه کړو.»

بل سوداګر احمد ضیا مهربان هم وايي:«موږ خپل مالونه له ولسي لارې پیدا کړل او هغوی ته مو مراجعه وکړه. موږ حاضر شوو چې هغوی ته پیسې ورکړو چې زموږ مالونه بېرته راکړي خو هغوی حاضر نه شول. موږ دولت ته مراجعه وکړه خو یوازې زموږ شکایت ثبت شو او دا چې تعقیب شي یوازې الله پوهېږي.»

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د سوداګرو او موټر چلوونکو سلګونه مېلیونه افغانۍ اسلام کلا ګمرک ته نږدې د زورواکو او ځایي خلکو په واک کې دي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس یونس قاضي زاده څرګندوي:«ځينې موټر او مالونه غلا شوي دي باید مشخص شي او حکومت د موټر چلوونکو او ترانسپورټي شرکتونو ځواب ویوونکی وي.»

د هرات ځایي چارواکي وایي چې امنیتي ځواکونو د سوداګرو له توکو بار لسګونه موټر له غلو بېرته اخیستي دي او هڅې روانې دي چې ټول غلا شوي موټر او توکې بېرته واخیستل شي.
  
د هرات والي سید وحید قتالي وايي:«ځينې هغه موټر چې ورک شوي وو؛ هڅه کوو چې پیدا یې کړو. ۶۹ موټر چې ځينو کسانو اطراف ته وړي وو دوه شپې مخکې پيدا کړل شول.»

د اسلام کلا په ګمرک کې د تېرې اوونۍ لویې اورلګېدنې سلګونه مېلیونه افغانۍ زیان اړولې دی.
یو شمېر موټر چلوونکي او سوداګر پر مالیې وزارت نیوکه کوي چې په دې سیمه کې یې د لازمو ګمرکي تاسیساتو په نشتوالي کې دوی ته خدمتونه وړاندې کول.

شریک یي کړئ