ځينې سوداګر او همدارنګه د هرات د سوداګرۍ او کانونو خونه وايي چې د اسلام کلا په ګمرک کې د ګمرکي چارو پڅوالي د هغو سلګونو موټرو توکي د له منځه تللو له ګواښ سره مخ کړي دي چې د ایران په خاوره کې درېدلي دي.
که څه هم په اسلام کلا بندر کې له اورلګېدنې وروسته اوس مهال دا ګمرک بېرته فعال شوی دی، خو د هرات د صنایعو او کانونو خونه وایي چې په دغه ولایت کې د پړاوونو د ترسره کېدو د پڅوالي له امله اوس مهال د دغه ولایت د صنعتي ښارګوټو د فابریکو په خامو توکو بار سلګونه موټر د اسلام کلا د ګمرک د دروازې شاته ولاړ دي.
د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس حمیدالله خادم وايي:«د کارخونو اومه توکي دي. سبزۍ دي چې له پلوې هغې خوا ته درېدلي دي. که چېرې جدي پاملرنه ونه شي پانګه وال او کارخونې لرونکي زیانمن کېږي.»
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې په اسلام کلا ګمرک کې د کار د پڅوالي له امله هره ورځ سوداګر له زیانونو سره مخ کېږي.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس یونس قاضي زاده وویل:«اسلام کلا بندر کې مو یو زیان او یو ناورین درلود او تراوسه هم د دغه ناورین اغېزې پراخې ديږ ځينې مالونونه د بې برخلیکۍ په حال دي. هره شپه چلوونکو ته پیسې ورکوو او دغې موضوع موږ سخت اندېښمن کړي یوو.»
بل خوا د هرات والي وایي چې ټاکل شوې ده تر یوې بلې میاشتې پورې ددغه ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د هرات خواف د ریل پټلۍ روزنک تم ځای ته نږدې یو نوی ګمرک جوړ شي.
د هرات والي سید وحید قتالي څرګنده کړه:«خپل ګمرکي خدمتونه مو دننه ښار ته راوړي دي او درېدلي نه دي. په اسلام کلا کې هم ګمرکي خدمتونه موجود دي. په هرات ولایت کې د یوه نوي ګمرک د جوړېدو لپاره داسې یو شرکت چې باید د هغه کار مخته یوسي او د ولسمشرۍ ماڼۍ عملیاتي برخه هرات ته رسېدلې ده. نوي ګمرک ته ځمکه او بودیجه مشخصه شوې ده.»
په اسلام کلا بندر کې د لازم ظرفیت نشتوالی په دغه ګمرک کې د تېرې اونۍ د اورلګېدنې یو له اصلي لاملونو ګڼل کیږي چې په پایله کې یې په دغه ګمرک کې پر سوداګریزو توکو بار زر موټر وسوځېدل.