هېواد کې د سږ کال ناامنیو مخابراتي سکتور ته تر ۱۵ ملیون ډالرو ډیر زیان اړولی دی.
د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره وايي د روان کال له پیل تر اوسه د هېواد په بیلابیلو برخو کې ۳۰۸ مخابراتي انتنونه په بشپړ یا جزوي توګه ویجاړ شوي دي.
د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره روان لمریز کال د مخابراتو د برخې لپاره له ننګونو ډک ګڼي او وایي چې په دغه کال کې په هېواد کې له سلو د زیاتو مخابراتي آنتنونو پر ویجاړېدو سربېره ؛ څه باندې دولس سوه نور آنتنونه له امنیتي ننګونو سره مخ وو.
د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې، ویاند سعید شیواری وايي:«هغه انتنونه چې روان کال کې ویجاړ شوي و، ۷۸ یې د افغان تلکام دي، ۷۸ یې د اتصالاتو، ۸۸ د افغان بیسیم او ۲۳ یې د ان ټي ان، او ۲۳ یې هم د روشن مخابراتي شرکتونو دي.»
د هغو معلوماتو له مخې چې تر دې وړاندې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې له لوري خپاره شوي؛ اوسمهال یوازې شپږ ولایتونه د مخابراتي خدمتونو لپاره خوندي بلل شوي دي.
نا امنو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکی وایي چې له کلونو راهیسې د شپې مهال له مخابراتي او انټرنټي خدمتونو بې برخې کیږي.
د هلمند ولایت اوسېدونکی، نظر محمد رودي څرګندوي:«څو ځله مو پرېکړه وکړه چې د دغو شرکتونو دروازې دغو ولایتونو کې وتړو، ځکه د خراب خدمتونو ښه ده چې دلته مخابراتي خدمتونه نه وي.»
د هلمند ولایت بل اوسېدونکی، عبدالولي پتيال زیاتوي:«ستونزې ډېرې دي، موږ تل شکایت کړی دی، خو تر اوسه خدمتونه نه دي ښه شوي.»
اخوا خصوصي مخابراتي شرکتونه د یوې اعلامیې په خپرولو سره پاکې فریکونسۍ ته ددغو شرکتونو نه لاسرسی ؛ د مخابراتی خدمتونو د تنظیم ادارې سختې کړنلارې او په دې اداره کې کمزورتیا له هغو ستونزو ګڼي چې له امله یې خصوصي شرکتونه خپل پراختیایي پروګرامونه نه شي پلې کولای.
په دې اعلامیه کې کې راغلي دي چې تر اوسه په مخابراتي بیخ بناوو کې د خصوصي شرکتونو پر درې میلیارد ډالره پانګونې سربېره دغو شرکتونو حکومت ته دوه میلیارد ډالره مالیه ورکړې ده.