Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بازارونو کې له لوړو بیو د د بیکارو او بې وزلو خلکو شکایت

د پلازمینې یو شميراوسيدونکي وايي په هيواد کې د بیکارۍ او بې وزلۍ تر څنګ په بازارونو کې د توکو لوړو بیو د دوی لپاره ژوند ګران کړی دی.

دوی پر حکومت په نیوکې کولو سره وايي پر بازار د کنټرول نشتوالی د دې لامل شوی چې بيې په خپل سر لوړې شي.

اوس د کابل په بازارونو کې د یوې بوجۍ اوړو بیه کابو دوه زره افغانۍ ده (۴۰۰ افغانۍ لوړوالی) او د یوه کیلو ګازو بیه څه باندې نوي افغانۍ(۴۰ افغانۍ لوړوالی) ده.

دا په داسي حال کې چې ولسمشر په یوه ناسته کې ویلي په بازارونو کې د توکو د بیو له لوړوالي سره د دې توکو د کموالي مخه نیول شوې ده.

د مالیې وزارت وايي چې ۱۴۰۰ مالي کال له پیله یې ۲۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي، خو تېرو دوو اوونیو کې دا بهیر کم شوی دی.

د مالیې وزارت د مطبوعاتو امر، فرید نوښت وايي:«د صرافانو، د ترانسپورت اتحادیې، اسلام کلا ګمرک کې اورلګېدنه او ملي بودجې تصویب کې ځنډ د ملي عوایدو راټولولو بهیر اغېزمن کړی دی چې د دې وروستۍ (سلواغې) میاشتې کې ملي عوایدو کې کابو یو میلیارد کمښت راغلی دی.»

په اسلام کلا بندر کې له اورلګېدو مخکې د مالیې وزارت د ورځې په منځني توګه ۲۶ میلیونه افغانۍ له دې ګمرکه ترلاسه کولې.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، یونس قاضي زاده څرګندوي:«که د اسلام کلا ګمرک اصلي حالت ته راونه ګرځي طبعآ چې دولتي او خصوصي سکتور زیان کوي. ځیني توکي لا هم په لاره دي باید ژر ورسیږي او ګمرک شي او مصرف شي.»

له بلې خوا د افغانستان د خونو فدراسیون وايي حکومت د صرافانو او ترانسپورټ اتحادیې اعتصاب له کبله زیانونو ته ناوخته پام کړی دی.

د یاد فدراسیون مرستیال، خان جان الکوزی څرګندوي:«موږ د بانکونو له لارې ان لس سلنه کار هم نه کوو، ټول کار د صرافیو له لارې دی که صرافۍ بندې شي، سوداګري بنده ده.»

اوس صرافانو او د ترانسپورټي شرکتونو ټولنو په مشروط ډول خپل اعتصاب پایته رسولی دی.

اسلام کلا ګمرک کې اورلګېدنه، د صرافانو او ترانسپورتي شرکتونو اعتصاب هېواد کې د لومړنیو توکو د ګرانښت لامل بلل کیږي

شریک یي کړئ