Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان ته د توکو د قاچاق له زیاتوالي د صنایع دخاوندانو اندېښنې

په هېواد کې د صنایعو خاوندان له ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا ایران او پاکستان نه د توکو د قاچاق پر زیاتېدو د اندېښنې په ښودولو سره وایي چې دغه بهیر د هېواد د صنایعو یوه برخه له ځوړ سره مخ کړې ده.

دوی وایي چې په وروستیو میاشتو کې د اوسپنې د ویلي کولو او د ډبرو د پروسس فابریکې د هغو ورته توکو د قاچاق له امله چې په دغو کارخونو کې تولیدېږي له ځوړ سره مخ شوي دي.

د هرات د کانونو او صنایعو خونې غړی فرید احمد مولوي زاده وايي:«له ډېر شوق او لېوالتیا سره تولید وو او دولت ته مالیه ورکوو، خو نن قاچاق دی چې موږ یې له خاورو سره یو شان کړي یوو.»

د صنایعو یو شمېر خاوندان وایي چې اوس مهال د قانوني توکو په اندازه قاچاقي توکي بازارونه ته واردېږي. دوی وایي چې کارخونې یې په بازرونو کې د سیالۍ وس نه لري.

فابریکه لرونکی غلام سخي مبشر وویل:«هغه ماشینونه مو چې له بهیره وارد کړل مو ته یې وویل چې له چین څخه تر پولې مو راوړل (د قاچاق له لارې مو راوړل) تاسې یې تر کابله وړی نه شئ.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هېواد له پولو د توکو قاچاق مني، خو وایي چې د قاچاق د مخنیوي لپاره پلانونه په پام کې لري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي څرګندوي:«ټولې هڅې پر دې دي چې باید افغانستان ته د توکو د قاچاق مخه په بندرونو او ګمرکونو کې ونیول شي.»

د یو شمېر کارخونو خاوندان وایي چې له پرانستلو پلو د توکو پر قاچاق سربېره، ځینې توکي د ګمرونو له لارې هم د تعرفې له ورکولو پرته تېرېږي.

په دې تړاو مو د مالیې وزارت نظر ترلاسه نه شوی کړای.

شریک یي کړئ