وروستي خبرونه
Thumbnail

'افغانستان پایدارو پراختیايي موخو رسېدو ته ډېر واټن لري'

پایداره پراختیايي موخو ته د رسېدو لپاره د افغانستان له ژمنې شپږ کاله تېرېږي، په هېواد کې د دغو موخو په عملي کېدو کې په هېواد کې هېڅ پرمختګ نه دی راغلی.

تر ۲۰۳ز کال پورې د بې وزلۍ او لوږې پای ته رسول د پاېیدونکي پراختیا له تر ټولو مهمو لومړيتوبونو دي چې افغانستان په ۲۰۱۵ز کال کې په ملګرو ملوتونو سازمان کې د هغو د عملي کېدو ژمنه کړې ده.

خو هغه څه چې په عمل کې لیدل کېږي، د هغو شمېرو له مخې چې د ملګرو ملتونو د پراختیا سازمان هم خپرې کړې دي؛ د بې وزلۍ کچه د تېر کال له ۵۵ سلنې نه ۷۲ سلنې ته زیاته شوې ده.

د اقتصاد وزارت مرستیال مني چې تراوسه د دغو موخو د ترلاسه کولو لپاره پروګرامونه طرحه شوي نه دي.
 
د اقتصاد وزارت مرستیال نبي سروش    وايي:«په افغانستان کې د پایدار او پایېدونکې پراختیا په هکله پر ټولیزو پروسو ډېر کار شوی، خو موږ عملاً د دغو موخو پلي کېدل نه لرو د دې لپاره چې مشخصاً موږ د پایېدونکو موخو مطابق او د شاخصونو په مطابق لپاره پروژې او پروګرامونه او ټارکېټ ترتیب کړی نه دی.»

د ملګرو ملتونو د سازمان پراختایي پروګرام د ملینیم د انسټيټیوټ په همکارۍ په افغانستان کې د پایېدونکو موخو د عملي کولو د بودبجې بهیر د سنجولو لپاره درې ورځنۍ غونډه جوړه کړې ده.
 
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیايي پروګرامونو استازی عبدالله الدردري وویل:«زموږ دا کار به وخت ونیسي. دا کار ډېر پېچلی دی. موږ بهرني بنسټونه نه شو راوستلی چې د افغانستان لپاره د پایېدونکي پراختیا د موخو لګښتونو وسنجوي، دا کار باید د ملي ادارو له لوري د افغانستان د شمېرو او د پروژو د واقعي لګښتونو له مخې ترسره شي.»

د مالیې وزارت د اقتصادي سیاستونو او لومړیتوب لرونکي پروګرامونو رییس عندلیب مشتري هم زیاته کړه:«موږ غواړو چې د پایېدونکې پراختیا د موخو واقعي لګښتونه ولرو؛ نه د شمېرو له تګلارو په کار اخیستو ورته اټکلونه.»

خو  د اقتصاد وزارت د مهال وېش له مخې د نورو پړاوونو په پای ته رسېدو سره، افغانستان له دوه زرو شلم کاله باید د پایېدونکې پراختیا د موخو پلې کول پېل کړي وای.

د احصایې او معلوماتو ادارې د احصایې مرستیال حسیب الله موحد څرګنده کړه:«دا چې شاخصونو ته څه ډول پراختیا ورکړو، موخې ترلاسه کړو، د موخو ملي کول او پلانونه او د لګښتونو سنجول باید په لومړيو پنځو کلونو کې ترسره شي. په دویم پړاو کې چې اوس مهال په کې یوو، باید د موخو پر عملي کولو تمرکز وشي.»

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پرورام مسوولان وایي چې د کورونا ویروس پراختیا په افغانستان کې د پایلې پراختیا د موخو ښه والی چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې پېل شوی و؛ اغېزمن کړی دی او دغو موخو ته د رسېدو لګښت یې په کال کې له ۳۰۰ مېلیونه ډالرو ډېر کړی دی.

د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د کورونا ویروس په پراختیا سره افغانستان په تېرو ۳۰ کلونو کې په لومړي ځل د انساني پراختیا د شاخص د منفي ودې شاهد و.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه