Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اپتا هوکړه د درېیو میاشتو لپاره وغځول شوه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګریزو او ترانزیتي چارو د ټکني کېدو مخنیوي په موخه د درېیو نورو میاشتو لپاره له پاکستان سره د سوداګریزو او ترانزیتي چارو د هوکړې له غځېدو خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند وايي، په درېیو راتلونکو میاشتو کې به د نړۍوالې سوداګرۍ سازمان د شرایطو پر بنسټ، په دې هوکړه کې لازم تعدیلات رامنځته شي.

فواد احمدي څرګندوي:«اوس مهال د هوکړې پر تخنیکي مواردو چې ټاکل شوې ده د سوداګرۍ نړیوال سازمان مطابق لاسلیک شي، د تخنیکي ډلو لخوا روان دی.»

افغان سوداګر غواړي چې پرته له محدودیته د پاکستان له لارې هند ته د توکو اجازه وموموي او همداراز د پاکستان ترانزیتي چوپې د افغانستان له لارې د منځنځي اسیا بازارونو ته ولاړ شي د پنځو تعدیلونو له ډلې دي چې له میاشتو خبرو وروسته لا هم پرې هوکړه نه ده شوې.

د افغانستان او پاکستان د د سوداګرۍ ګډې خونې اجرایي رییس، نقیب الله صافی څرګندوي:«زموږ غوښتنه همدا ده چې درېیو میاشتو کې دا هوکړه باید لاسلیک شي.»

له دې سره سم، د افغانستان د خونو فډراسیون وايي، د افغانستان- پاکستان د سوداګریزو او ترانزیتي چارو په هوکړه کې لویو ننګونو ته په کتو ښایي په دې هوکړه کې دومره ژر هم تعدیلات رانه شي. دوی زیاتوي چې دا هوکړه د افغانستان په ګټه نه وه.

د یادو خونو مرستیال، خانجان الکوزی څرګندوي:«تر هغې چې اپتا کې کلي بدلون رانشي او راتلونکو لسو کالو کې ستونزې هوارې نشي، نو بیا به هم ستونزې وي.»

د اپتا هوکړه لس کاله مخکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لاسلیک شوه.

د اپتا هوکړه لس کاله مخکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لاسلیک شوه

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه