د اوبو چارو د تنیم د ملي ادارې د اوبو د سرچینو عمومي رییس په هغې غونډه کې چې د علومو اکاډمۍ ګټې اخېستنې ته د کمال خان بند د سپارل کېدو د اغېزو په تړاو جوړه کړې ده وایي چې بالاخره له نږدې ۵۰ کلونو وروسته ټاکل شوې ده چې تر څو نورو ورځو پورې دا بند ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
د اوبو چارو د تنظیم ادارې د اوبو د سرچینو عمومي رییس، فایزالرحمان عزیزي وايي:«دا بند به د روان هجري لمریز کال تر پایه پایته ورسیږي او د وري میاشتې په دوهمه به یې د پرانیستو شاهد وی.»
د افغانستان د علومو اکاډمي وایي چې دا بند به د ۵۲ میلیون مټر مکعبه اوبو په ز یرمه کولو سره په نمیروز او دغه زون کې اقتصادي تحول رامنځته کړي.
د علومو د اکاډمۍ سرپرست، عبدالظاهر شکیب زیاتوي:«د کمال خان بند د هېواد په لویدیځ کې پروت دی چې اقتصادي پراختیا او چاپېریال لپاره لاسته راوړنه ده.»
د ولسي جرګې یو غړی وایي چې دغه بند ته به ګواښونه ورپېښ وي او اړتیا ده چې خلک د هغه د امنیت په ټینګښت کې له حکومت سره همکاري وکړي.
د ولسي جرګې غړی، کمال صافی څرګندوي:«د وینې په بیې له دغه بنده ساتنه کوو او له خلکو غواړو چې په دې برخه کې ځانګړی پام وکړي.»
ټاکل شوې ده ګټې اخېستنې ته د کمال خان بند په سپارل کېدو سره یو سلو څلور اویا هکټاره ځمکه خړوبه کړای شي او دغه راز نهه میګاواټه بریښنا ترې تولید شي.