Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل ښاروالۍ په ازمایښتي ډول ۵ ښاري بسونه فعال کړل

د کابل ښاروالۍ مسوولین نن(پنجشنبه د وري په ۵مه نېټه) په ازمایښتي ډول کابل ښار کې د ۵ ښاري بسونو له فعالیته خبر ورکړ.

د کابل ښاروالي وايي ټاکل شوې ده بل پړاو کې ۱۵۵ نور بسونه هم د کابل ۱۶ برخو کې په کار واچول شي.

د کابل ښاروالۍ په خبره دا بسونه به له ۱۰ تر ۲۰ افغانیو پورې له هر سورلۍ اخلي او ۲۶۴ تمځایونه به لري.

دغه بسونه د کابل کارتې نو او احمدشاه بابا مېنه کې په کار اچول شوي دي.

د کابل ښاروالۍ په داسې حال کې ښاري بسونه په کار اچوي چې د پلازمېنې اوسېدونکي د موټرو نشتوالي له کبله په ساعتونو پر سرکونو د موټر انتظار باسي.

د یادولو ده چې اوسمهال ملي تصدي د کابل درېیو حوزو کې فعالیت لري، خو ډېر بسونه له کاره لوېدلي او ناسم حالت لري.

په داسې حال کې چې د ملي تصدۍ د بېلابېلو نومونو لاندې کار کوي، خو  تر اوسه دغه بنسټ پرځان نه دی بسیا شوی، خو د ترانسپورټ وزارت ادعا کوي چې اوس مهال د کابل ښار په ۱۰ برخو کې د ۱۰۰ موټرو په مرسته خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

که څه هم چې یاد بنسټ له کلونو راهیسي د ښاري بسونو د فعالیت ژمنه کړې، خو دا ژمنه نه ده عملي شوې.

د کابل ښاروالۍ په خبره دا بسونه به له ۱۰ تر ۲۰ افغانیو پورې له هر سورلۍ اخلي او ۲۶۴ تمځایونه به لري

شریک یي کړئ