Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کاسا زر پروژې په کار کې پرمختګونه

په هېواد کې د کاسا زر پروژې کار له یوه کال راهیسې شاوخوا ۳۰ سلنه مخته تللی دی.

د کندوز ولایت سیمه ییز مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د برېښنا د څه باندې ۱۴۰ پایو نصبول بشپړ شوي او ډېر ژر به دغه چاره په بغلان کې هم پیل شي.

په هېواد کې د کاسا زر پروژې په عملي کېدو کې له دوه کلن ځنډ سره سره؛ په کندوز کې ځایي چارواکي وایي چې له تېر یوه کال راهیسې د کاسا زر پروژې د بریښنا د مزو د غځولو لپاره د برېښنا د پایو د نصبولو کار روان دی او ټاکل شوې ده چې په بغلان کې هم  د بریښنا د ستنو د نصبولو کار پېل شي.
  
د کندوز والي عبدالستار میرزکوال وايي:«دا پروژه په کندوز کې په ډېره ښه توګه مخته ځي او له هېڅ ستونزې سره مخامخ شوې نه ده. او د دغې پروژې پر وړاندې ټولنیزې ستونزې او نورې ننګونې حل کړې شوې دي.»

کاسا زر پروژه د منځنۍ آسیا یوه له تر ټولو لویو پروژو ده چې له مخې به یې د قرغیزستان او تاجیکستان ۱۳ زر مېګاواټه برېښنا د ۱۲۵۰ کیلومټره مزو په غځېدو سره افغانستان او پاکستان ته ورسېږي.

د دغو مزو په اوږدو کې به د برېښنا ۵۶۰ پایې نصب کړای شي.
 
د برېښنا شرکت ویاند وحید الله توحیدي څرګندوي:«د دغې پروژې تفصلیلي سروې، د مسیر پروفایل او تهدابونه په بشپړه توګه او ۱۰۰ سلنه پای ته رسېدلي دي. ځينې استثنايي سیمې لکه اوزار او ځينې سیمې چې تېرېدل ترې ستونزمن دي؛ کارونه یې لاهم بشپړ شوي نه دي.»

د برېښنا شرکت مسوولان وایي چې ګټې اخیستنې ته به د کاسا زر پروژې په سپارل کېدو سره افغانستان په کال کې شاوخوا ۴۵ مېلیون ډالره د برېښنا د ټرانزیټ له درکه ترلاسه کړي.

د کاسا زر پروژه د هېواد له پنځو ولایتونو تېرېږي. ټاکل شوې وه دغه پروژه په تېر زیږدیز کال کې ګټې اخیستو ته وسپارل شي؛ خو تراوسه پرانیستل شوې نه ده.
 
شریک یي کړئ