Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اوسپنې کارخونې د برېښنا او خامو موادو له کمښت سره مخامخ دي

د وسپنې د ویلې کولو د یو شمېر کارخونو مسوولین د زړو وسپنو او برېښنا د کمښت له شکایت سربېره وايي، له یوه کال راهیسې د دوی تر ۶۰ سلنې کارخونې له فعالیته لوېدلې دي.

دوی وايي، د هېواد بازارونو ته د اوسپنیزو توکو قاچاق بله هغه ننګونه ده چې په هېواد کې د وسپنې د ویلې کولو د کارخونو د رکود لامل شوې ده.

له دې سره سم، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په دې برخه کې شته ستونزې مني؛ خو بیا هم وايي چې، د دغو ستونزو د حل په برخه کې به خپلې هڅې لاپسې ګړندۍ کړي.

دا په پلازمېنه کې د وسپنې د ویلي کولو یوه فابریکه ده چې څلور کاله وړاندې د شاوخوا یو میلیون ډالرو په پانګونې سره جوړه شوه، خو د مسوولانو په وینا یې اوسمهال د خامو توکو د کمېدو او  بازارونو ته د خورا ډیرو وارداتي وسپنیزو توکو د قاچاق له امله له کاره لوېدلې ده.

د دغو فابریکه لرونکو په وینا اوسمهال په هېواد کې د وسپنې د ویلي کولو لسګونه  فابریکې  له ځوړ سره مخ شوي دي .
 
د میهن سټيل فابریکې د اړیکو مسوول، امید فضلي وايي:«موږ نشو کولی چې له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره سیالي وکړو، ځکه چې په ګمرکونو کې تعرفې ټېټې دي، ګمرکي تعرفې نه تطبیقیږي  او له بېلو لارو د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له لارې قاچاق کیږي.»

د وسپنې د ویلي کولو د فابریکو د ټولنې اجراییه رییس، عبدالنصیر رېښتیا څرګندوي:«د افغانستان صنایع د قاچاقي توکو پر وړاندې سیالي نشي کولی، له بلې خوا نړۍ کې د اوسپنې د بیو زیاتوالی لامل شوی چې هېواد کې هم بیې لوړې شي.‎»

خو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په هېواد کې د وسپنې د ویلي کولو د فابریکو د ستونزو د حل لپاره پروګرامونه په پام کې لري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، فواد احمدي زیاتوي:«په صنعتي ښارګوټو کې د کارخونو څښتنانو لپاره ډېره ځمکه ورکړل شي، څو د صنعتکارانو ستونزې هوارې شي، او روان کال کې له ستونزو سره مخ نشي.»

د لومړنیو شمېرو له مخې په وروستیو څو کلونو کې د هېواد په بیلابیلو برخو کې د وسپنې د ویلي کولو لسګونه فابریکو په کار پېل وکړ او په دې برخه کې څه باندې درې سوه میلیونه ډالره پانګونه شوې ده، خو حکومت تر اوسه په دې هم نه دی توانیدلی چې په هېواد کې د وسپنې او فولادو صنایعو ته ؛ د هېواد له کاني سرچینو د خامو توکو د برابرولو زمینه برابره کړي.

فابریکه لرونکو په وینا اوسمهال په هېواد کې د وسپنې د ویلي کولو لسګونه  فابریکې  له ځوړ سره مخ شوي دي .

شریک یي کړئ