Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

معترضانو د اسلام کلا او تورغندۍ د ګمرکونو لارې وتړلې

د ټرانسپورټي موټرو هغه چلوونکي چې د اسلام کلا ګمرک په اور لګېدنه کې زیانمن شوي د تاوان ورکړې په برخه کې د دولت د بې غورۍ په غبرګون کې د هرات - اسلام کلا او هرات - تورغونډۍ لارې د ټرافیکو پر مخ وتړلې.

دوی وايي، د یادې پېښې له څېړنې د یوې میاشتې په تېرېدو سره لا تر اوسه د حکومتي پلاوي د څېړنو پایلې نه دي خپرې شوې.

په ورته وخت کې د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه خبرداری ورکوي چې، د دغو لویو لارو تړل پاتې کېدل به خصوصي برخې ته ګڼ نور تاوان هم واړوي.

دغو موټر چلوونکو د ګمرک مخې ته خیمه وهلې ده او د حکومت له لوري د تاوان د ورکولو  غوښتنه کوي.
 
د معترضو چلوونکو استازی بصیر آرین وايي:«تر هغې چې د خلکو زیانونه ورنه کړل شي د تورغنډۍ ګمرک او اسلام کلا ګمرک ته به د فعالیت اجازه ورنه کړو.»

موټر چلوونکی عبدالله هم زیاتوي:«۱۲۵۴ موټر سوځېدلي. له هر موټره کابو لس تنو په دغه اعتراض کې ګډون کړی دی.»

د هرات - اسلام کلا او هرات - تورغنډۍ د هېواد مهمې ټرانسپورټي لارې ګڼل کېږي.
 
د هرات د پانګونې او سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالطیف قناویزیان په دې هکله وايي:«که دولت دې دوی ته ځواب ونه وايي، دوی هره ورځ لارې تړي. که چېرې دوی هره ورځ او هره اوونۍ لارې وتړي، خصوصي سکټور او سوداګرۍ ته مېلیونونه ډالر زیان رسېږي.»

د هرات ځایي چارواکي وایي چې د اسلام کلا د ګمرک د اورلګېدنې د پېښې په تړاو د پلاوي څېړنې ولسمشرۍ ماڼۍ ته سپارل شوي دي.

د هرات والي سید وحید قتالي په دې هکله څرګندوي:«دا چې زمو زیانمن خلک نن واټونو ته راوتلي او د عدالت غوښتنه کوي، حق یې دی. موږ د هغوی غږ واورېد.»

د اسلام کلا په ګمرک کې له اورلګېدنې نږدې پنځوس ورځې تېرېږې. د موترو چلوونکو او د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې په دې اورلګېدنه کې نږدې ۱۳۰۰موټر سوځېدلي دي او پر دې سربېره په دې پېښه کې د مېلیونونو ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي هم له منځه تللي دي.

د موترو چلوونکو او د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې د اسلام کلا ګمرک په اورلګېدنه کې نږدې ۱۳۰۰موټر سوځېدلي دي.

شریک یي کړئ