Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې د برېښنا دوه پروژې ګټې اخیستو ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د سوېلي کوریا په مرسته او د ملګرو متلونو سازمان له همکارۍ سره د برېښنا د تولید دوه مهمې پروژې چې د هغې په یوه کې پېرودونکي کولای شي برېښنا د کرېدېټ کارټ له لارې وپېري، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

دغه دوه پروژې د سوېلي کوریا د څه باندې څلور مېلیونه ډالرو په مرسته جوړې شوې دي، چې د لمریزې پرېښنا ۳۴۰ کیلواټه او د اوبو د ۱۴۰ کلیواټه برېښنا د تولید وړتیا لري. 

د چارواکو په وینا، دا په هېواد کې د برېښنا د تولید لومړنۍ پرژوه ده چې د هغه پېرودونکي د کرېډېټ کارټونو له پېرلو سره کولای شي د هغې له تولید شوې برېښنا استفاده وکړي.

د سولرستان شرکت مسوول عبدالقدیر بارکزی وايي:«د شپې له خوا د بټرۍ په واسطه څه باندې دوه زره کورونو ته برېښنا ورکوو.»  

د کلیو د پراختیا او رغونې وزارت چارواکي وايي چې د دغو پروژو تولید شوې برېښنا به د ننګرهار ولایت د درنې نور ولسوالۍ اتو کلیو ته ووېشل شي.

د کلیو د پراختیا او رغونې وزارت د پروګرامونو مرستیال پوپل حبیب څرګندوي:«له برېښنا څخه په ګټنې کولای شو کلیوال اقتصاد ته وده ورکړو او د کلیو محصولات ملي او نړیوالو مارکېټونو ته ورسوو. او همدارنګه کولای شو کلینکونو او ښوونځيو ته برېښنا ورسوو.»

د ننګرهار والي ضاالحق امرخېل هم وویل:«له دغې پروژې په سمه توګه ساتنه وکړي، او هغه خپل ملکیت وګڼي.»

د دغې ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي د دغو پروژو د پلي کېدو له خوښۍ سره غواړي چې په دغې ولسوالۍ کې نورې پراختیايي پروژې هم عملي شي.

د دره نور ولسوالۍ اوسېدونکی محمد ظاهر وايي:«د سړکونو ستونزې ډېرې دي. زموږ لپاره کار او دنده هم نشته.»

د درې نور ولسوالۍ اوسېدونکي چې د ننګرهار یوه له لېرې پرتو ولسوالیو ده وايي چې په تېرو کلونو کې په دغې ولسوالۍ کې لازمې پراختیايي پروژې عملي شوې نه دي.
 
د ننګرهار ولایت په درې نور ولسوالۍ کې د سوېلي کوریا د څه باندې څلور مېلیونه ډالرو په مرستې د برېښنا د تولید دوه پروژې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. 

شریک یي کړئ