Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د ګازو په زېرمو کې چاودنې کابو ۲۰ ټانکرونه سوځولي

د هرات ښار په شمال کې د ګازو په دوو زېرمه تونونو کې اور لګېدنه چې د زورورو چاودونو لامل هم شوه، کابو ۲۰ ټانکرونه سوځېدلي او یو تن ټپي شوی دی.

د دغو زېرمو مالکان د پېښې ځای ته د اور وژونکو ډلو ناوخته رسېدل د اور د پراخېدو لامل ګڼي.

د ګازو د زیرمې څښتن فرزاد جلالي وايي:«هېڅوک نه وو چې رسېدنه وکړي. له نیم ساعته وروسته کله چې د شرکتونو ګاز وسوځېد، اطفایه راغله، نه یې اړیکې ته ځواب ورکړ او نه هم ځواب یوونکي دي. کله چې دلته راغلل په عکس اخیستو بوخت شول.»

د ګازو د زیرمې څښتن جمعه ګل مهر هم وویل:«د اطفایې موټرو غږ واورېدل شو چې راغلي خو کله چې راغلل په موټر کې اوبه نه وې او وې ویل چې له کومه ځایه په دې موټر کې اوبه واچوو؟ یعنې د اطفایې کارکوونکي د خپلو موټر د اوبو ډکولو له ځایه خبر نه دي.»
 
د هرات د امنیه قومندانۍ د اور وژنې مدیر سمونمل میر احمد وايي چې هغوی په لومړنیو شېبو کې ځان سیمې ته رسولی دی:«د اور لګېدنې په لومړنیو شېبو کې زه او زما کارکوونکي سیمې ته ورسېدو او چاپېریال ته داخل شو او د اور لګېدنې د پراختیا مخنیوی مو وکړ. شونې نه ده هغه ټانکر چې په اور کې سوځي په اوبو سره ګول کړو بلکې د هغه شاوخوا مو سړو کړ.»

تر اوسه په دې اورلګېدنه کې د اوښتو زیانونو کچه په دقیق ډول څرګنده نه ده. خو د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي په دې سره په مارکېټ کې د سونګ توکو د بیو د لوړېدو احتمال شته دی. 

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییه آمر محمد رفیع رحماني څرګندوي:«د اسلام کلا د ګمرک اورلګېدنه چې یوه ترخه تجربه وه، تراوسه یې علت روښانه شوی نه دی، حکومت یو څه وايي او خصوصي سکټور بل څه. هغه زیانونه چې هره ورځ یې د هرات د اقتصاد د څرخ د درېدو له امله وینو څه باندې ۳۰۰ مېلیونه ډالره دی. لا هم لویې لارې تړلې دي او حکومتي چارواکي نه دي توانېدلي چې د دغو ستونزو د حل لپاره ګام پورته کړي. که چرې د دغو ستونزو د حل لپاره جدي اقدامات ونه شي ښايي په راتلوونکو ورځو کې یو کیلو ګاز د اوسنۍ بیې په پرتله څلور برابره لوړ شي.»

شپږکاله وړاندې هم د هرات ښار په شمال کې د غازو په زیرمو کې پراخه اورلګېدونه او چاودنې شوې وې چې په ترڅ کې یې یولس کسان وژل شوي وو او شاوخوا ۲۱  نور ټپیان شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال د سلواغې په ۲۵مه هم د هرات په اسلام کلا بندر کې اورلګېدنه رامنځته شوه چې کابو ۱۳۰۰ کانټینرونه وسوځېدل او په مېلیونونو ډالره زیان یې واړوه.

شریک یي کړئ