Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هوایي چلند اداره د هوایي ډګر فني مسوولیت غواړي

د هېواد هوایي چلند ادارې د ناټو سرتېرو غوښتي، چې د حامدکرزي هوایي ډګر فني مسوولیتونه دوی ته وسپاري.

دغه مسوولانو ناټو سرتېروو ته د یوه لیک په استولو له هغوی غوښتي، چې په سر کې تر مې میاشتې د دغه هوایي ډګر څارنېز برجونه دوی ته پرېږدي، او وروسته به بیا پړاو په پړاو مسوولیتونه په غاړه واخلي.

دغو مسوولینو زیاته کړې، دغه ادارې ته د هوایي ډګر د مسوولیتونو لېږد به په لګښتونو کې تر ۵۰ سلنه کموالی راولي.

د حامد کرزي هوایي ډګر کې د هوایي ټرافیک کنټرول، د اور وژنې برخه، خوندیتوب او د هواپېژندنې په ګډون پنځه مهمې فني برخې دي، چې اوس مهال مسوولیت یې ناټو سرتېري لري.

د هوایي چلند اداره وایي، چې د دغو مسوولیتونو په غاړه اخیستلو لپاره پوره چمتووالی لري او ډېر ژر به دغې ادارې ته د مسوولیتونو د لېږد لړۍ پیل شي.

هغوی وایي، اوس مهال په هېواد کې ۶۰ میلیونه ډالر د هوایي چلند برخه کې لګول کېږي، چې د افغانستان حکومت ته د دغو مسوولیتونو لېږد سره به دغه لګښتونه ۵۰ سلنې ته راښکته شي.

د هوایي چلند ادرې فني معین امان‌زیب انصاري وایي: " په هرې برخه کې بشري ځواکونه لرو. زموږ لومړنۍ غوښتنه د څارنېزو برجونو مدیریت و، چې اوس د بهرنیو ځواکونو په لاس کې دي. موږ له بهرنیو ځواکونو وغوښتل، چې په لومړي ګام کې د دغو برجونو مسوولیت د هوایي چلند ادرې ته وسپاري.

په همدې حال کې د افغانستان له هوایي چلند ادارې د ملاتړ انجمن وایي، اوس مهال په هېواد کې د یو څو محدوده هوایي ډګرونو مسوولیت بهرني ځواکونه لري او هوایي چلند ته د دغو مسوولیتونو لېږد او د دغو هوایي ډګرونو مدیریت لپاره باید حکومت لازمې تابیاوې ونیسي.

د افغانستان له هوایي چلند نه د ملاتړ انجمن رییس محمود شاه حبیبي وایي: " په هوایي چلند کې هر وخت زیاتو سرچینو ته اړتیا ده. دولت باید دې برخې لپاره کافي تخصیص او بودجه په پام کې ولري او د ترلاسه کولو لړۍ دې رالنډه کړي."

د حامد کرزي هوایي ډګر د هېواد یو له لویو هوایي ډګرونو دی.

د هوایي چلند د مالوماتو له‌مخې، اوس مهال په ورځ کې له زرو کسانو کم خلک دې هوایي ډګر کې تګ راتګ کوي او په ورځ کې شاوخوا سل الوتنې له دغه هوایي ډګره کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه