د غازو او تیلو شرکتونو ټولنه وایي، چې له څلورو کلونو راهیسې د مالیې وزارت د هېواد د تیلو او غازو په هر لیټر کې، دوه افغانۍ د حق العبور په نوم ټولولې خو د دغو پېسو کره حساب او لګښت روښانه نه دی.
پنځه کاله وړاندې د پراخ فساد سره د حق العبور پېسو په راټولونه کې، حکومت پرېکړه وکړه چې د حق العبور د لګښتونو پر ځای، هېواد ته د هر لیټر تیل او غازو تېرېدو سره به په ګمرکونو کې دوه افغانۍ راټولوي او دغه پېسې به په یوه جلا حساب سره د سړکونو د بیارغونې او بیاجوړونې برخه کې راټولېږي.
ټرانسپورتي شرکتونه وایي، چې دغه پېسې د لویو لارو او سړکونو د بیارغونې او بیاجوړونې په نامه راټولېږي خو؛ په وروستیو کلونو کې د هېواد ډېرې لویې لارې ویجاړې شوي او روښانه نهده، چې د حق العبور پېسې په کومو پروژو کې لګېږي.
د افغانستان د تیلو او غازو د شرکتونو د سراسري ټولنې مشر حسیب الله رحیمي وایي:" دا چې راټولې شوې پېسې چېرې ځي او کومو موخو کې ترې ګټه اخیستل کېږي د افغانستان د تیلو سکټور، سوداګرو او پانګهوالو ته په واضح ډول لا روښانه نهده."
د تیلو او غازو د ټولنې د شمېرو لهمخې، په کال کې څه د پاسه ۳ میلیونه تیل او غاز په قانوني لارې هېواد ته واردېږي، چې له دې حسابه په کال کې ۶.۵ میلیارده افغانۍ د حق العبور په نامه ټولېږي. خو د مالیې وزارت په دې تړاو کره شمېره نه وړاندې کوي.
د مالیې وزارت ویاند رفیع تابع وایي:" په ۱۳۹۷ مالي کال کې شاوخوا ۳ میلیارده افغانۍ، په ۱۳۹۸ مالي کال کې ۴ میلیارده افغانۍ او په ۱۳۹۹ مالي کال کې شاوخوا ۳ میلیارده افغانۍ په دغې برخې کې راټولې شوي دي."
په هېواد کې په هر لیټر تیلو او غازو کې دې دوه افغانیو راټولونې موخه، په هېواد کې د لویو لارو او سړکونو د بیارغونې او بیاجوړونې لپاره د اوږدمهاله سرچینو راټول یاد شوي خو؛ ځینې موټر چلوونکي بیا وایي، په وروستیو څو کلونو کې د هېواد ډېرۍ لویې لارې تر ۸۰ سلنه پورې ویجاړې شوي دي.
د ځمکني ټرانسپوت د انسجام چارو د شورا رییس طلا محمد اتمانزوی وایي:" د سړکونو د خرابېدو عاملین مافیایي سوداګر، مافیایي چلوونکي او د ټولګټو چارو وزارت مسوولین دي."
د ټولګټو وزارت ویاند خلیل الرحمن امید وایي:" هرکال شاوخوا یو میلیارده افغانۍ د سړکونو په جوړونې کې مصرفېږي. سږکال د بودجې د کسر له امله دغه شمېره راټیټه شوې ده."
د کابل ـ کندهار لویه لار یو له مهمو لویو لارو څخه ده، چې شاوخوا لسو کلونو کې د سلګونه میلیونه ډالرو په لګښت جوړه شوه خو؛ اوس مهال د دغې لویې لارې ډېرۍ برخې ویجاړې شوي دي.
د سړک جوړونې برخې ځینې کارپوهان بیا وایي، چې په هېواد کې ورځ تر بلې د سړکونو ویجاړېدل تر راتلونکو دوو کلونو به حکومت د دغو لویو لارو جوړولو لپاره کافي پېسې ونهلري.دغه پېسې د سړکونو د بیارغونې او بیا جوړونې لپاره راټولې شوي دي خو؛ موټر چلوونکي وایي، چې په وروستیو کلونو کې د هېواد ډېرۍ لویې لارې ویجاړې شوي دي.
د غازو او تیلو شرکتونو ټولنه وایي، چې له څلورو کلونو راهیسې د مالیې وزارت د هېواد د تیلو او غازو په هر لیټر کې، دوه افغانۍ د حق العبور په نوم ټولولې خو د دغو پېسو کره حساب او لګښت روښانه نه دی.
پنځه کاله وړاندې د پراخ فساد سره د حق العبور پېسو په راټولونه کې، حکومت پرېکړه وکړه چې د حق العبور د لګښتونو پر ځای، هېواد ته د هر لیټر تیل او غازو تېرېدو سره به په ګمرکونو کې دوه افغانۍ راټولوي او دغه پېسې به په یوه جلا حساب سره د سړکونو د بیارغونې او بیاجوړونې برخه کې راټولېږي.
ټرانسپورتي شرکتونه وایي، چې دغه پېسې د لویو لارو او سړکونو د بیارغونې او بیاجوړونې په نامه راټولېږي خو؛ په وروستیو کلونو کې د هېواد ډېرې لویې لارې ویجاړې شوي او روښانه نهده، چې د حق العبور پېسې په کومو پروژو کې لګېږي.
د افغانستان د تیلو او غازو د شرکتونو د سراسري ټولنې مشر حسیب الله رحیمي وایي:" دا چې راټولې شوې پېسې چېرې ځي او کومو موخو کې ترې ګټه اخیستل کېږي د افغانستان د تیلو سکټور، سوداګرو او پانګهوالو ته په واضح ډول لا روښانه نهده."
د تیلو او غازو د ټولنې د شمېرو لهمخې، په کال کې څه د پاسه ۳ میلیونه تیل او غاز په قانوني لارې هېواد ته واردېږي، چې له دې حسابه په کال کې ۶.۵ میلیارده افغانۍ د حق العبور په نامه ټولېږي. خو د مالیې وزارت په دې تړاو کره شمېره نه وړاندې کوي.
د مالیې وزارت ویاند رفیع تابع وایي:" په ۱۳۹۷ مالي کال کې شاوخوا ۳ میلیارده افغانۍ، په ۱۳۹۸ مالي کال کې ۴ میلیارده افغانۍ او په ۱۳۹۹ مالي کال کې شاوخوا ۳ میلیارده افغانۍ په دغې برخې کې راټولې شوي دي."
په هېواد کې په هر لیټر تیلو او غازو کې دې دوه افغانیو راټولونې موخه، په هېواد کې د لویو لارو او سړکونو د بیارغونې او بیاجوړونې لپاره د اوږدمهاله سرچینو راټول یاد شوي خو؛ ځینې موټر چلوونکي بیا وایي، په وروستیو څو کلونو کې د هېواد ډېرۍ لویې لارې تر ۸۰ سلنه پورې ویجاړې شوي دي.
د ځمکني ټرانسپوت د انسجام چارو د شورا رییس طلا محمد اتمانزوی وایي:" د سړکونو د خرابېدو عاملین مافیایي سوداګر، مافیایي چلوونکي او د ټولګټو چارو وزارت مسوولین دي."
د ټولګټو وزارت ویاند خلیل الرحمن امید وایي:" هرکال شاوخوا یو میلیارده افغانۍ د سړکونو په جوړونې کې مصرفېږي. سږکال د بودجې د کسر له امله دغه شمېره راټیټه شوې ده."
د کابل ـ کندهار لویه لار یو له مهمو لویو لارو څخه ده، چې شاوخوا لسو کلونو کې د سلګونه میلیونه ډالرو په لګښت جوړه شوه خو؛ اوس مهال د دغې لویې لارې ډېرۍ برخې ویجاړې شوي دي.
د سړک جوړونې برخې ځینې کارپوهان بیا وایي، چې په هېواد کې ورځ تر بلې د سړکونو ویجاړېدل تر راتلونکو دوو کلونو به حکومت د دغو لویو لارو جوړولو لپاره کافي پېسې ونهلري.
دغه پېسې د سړکونو د بیارغونې او بیا جوړونې لپاره راټولې شوي دي خو؛ موټر چلوونکي وایي، چې په وروستیو کلونو کې د هېواد ډېرۍ لویې لارې ویجاړې شوي دي.
د غازو او تیلو شرکتونو ټولنه وایي، چې له څلورو کلونو راهیسې د مالیې وزارت د هېواد د تیلو او غازو په هر لیټر کې، دوه افغانۍ د حق العبور په نوم ټولولې خو د دغو پېسو کره حساب او لګښت روښانه نه دی.
پنځه کاله وړاندې د پراخ فساد سره د حق العبور پېسو په راټولونه کې، حکومت پرېکړه وکړه چې د حق العبور د لګښتونو پر ځای، هېواد ته د هر لیټر تیل او غازو تېرېدو سره به په ګمرکونو کې دوه افغانۍ راټولوي او دغه پېسې به په یوه جلا حساب سره د سړکونو د بیارغونې او بیاجوړونې برخه کې راټولېږي.
ټرانسپورتي شرکتونه وایي، چې دغه پېسې د لویو لارو او سړکونو د بیارغونې او بیاجوړونې په نامه راټولېږي خو؛ په وروستیو کلونو کې د هېواد ډېرې لویې لارې ویجاړې شوي او روښانه نهده، چې د حق العبور پېسې په کومو پروژو کې لګېږي.
د افغانستان د تیلو او غازو د شرکتونو د سراسري ټولنې مشر حسیب الله رحیمي وایي:" دا چې راټولې شوې پېسې چېرې ځي او کومو موخو کې ترې ګټه اخیستل کېږي د افغانستان د تیلو سکټور، سوداګرو او پانګهوالو ته په واضح ډول لا روښانه نهده."
د تیلو او غازو د ټولنې د شمېرو لهمخې، په کال کې څه د پاسه ۳ میلیونه تیل او غاز په قانوني لارې هېواد ته واردېږي، چې له دې حسابه په کال کې ۶.۵ میلیارده افغانۍ د حق العبور په نامه ټولېږي. خو د مالیې وزارت په دې تړاو کره شمېره نه وړاندې کوي.
د مالیې وزارت ویاند رفیع تابع وایي:" په ۱۳۹۷ مالي کال کې شاوخوا ۳ میلیارده افغانۍ، په ۱۳۹۸ مالي کال کې ۴ میلیارده افغانۍ او په ۱۳۹۹ مالي کال کې شاوخوا ۳ میلیارده افغانۍ په دغې برخې کې راټولې شوي دي."
په هېواد کې په هر لیټر تیلو او غازو کې دې دوه افغانیو راټولونې موخه، په هېواد کې د لویو لارو او سړکونو د بیارغونې او بیاجوړونې لپاره د اوږدمهاله سرچینو راټول یاد شوي خو؛ ځینې موټر چلوونکي بیا وایي، په وروستیو څو کلونو کې د هېواد ډېرۍ لویې لارې تر ۸۰ سلنه پورې ویجاړې شوي دي.
د ځمکني ټرانسپوت د انسجام چارو د شورا رییس طلا محمد اتمانزوی وایي:" د سړکونو د خرابېدو عاملین مافیایي سوداګر، مافیایي چلوونکي او د ټولګټو چارو وزارت مسوولین دي."
د ټولګټو وزارت ویاند خلیل الرحمن امید وایي:" هرکال شاوخوا یو میلیارده افغانۍ د سړکونو په جوړونې کې مصرفېږي. سږکال د بودجې د کسر له امله دغه شمېره راټیټه شوې ده."
د کابل ـ کندهار لویه لار یو له مهمو لویو لارو څخه ده، چې شاوخوا لسو کلونو کې د سلګونه میلیونه ډالرو په لګښت جوړه شوه خو؛ اوس مهال د دغې لویې لارې ډېرې برخې ویجاړې شوي دي.