Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پکتیا کې د یوې لویې ښوونېزې مجتمع جوړېدل

د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونه وایي، ډېر ژر به په دغه ولایت کې د یوه پانګه‌وال له‌خوا ښوونیزه او طبي مجتمع د ۲۵۰ میلیونه افغانۍ په ارزښت جوړه شي.

د مسوولانو په وینا، په دغې مجتمع کې به پوهنتون، ښوونځی او یو معیاري روغتون هم وي.

د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې مسوولان وایي، چې د ناامنۍ سره لاهم په دغه ولایت کې د پانګه‌ونې لپاره لیوالتیا شته.

د پکتیا د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې رییس نصیر عالم‌یار وایي: " موږ په دغه ولایت کې د پانګه‌ونې لپاره د زمینې برابرولو لپاره چمتو یو. خو سیاسي وضعیت سم نه‌دی، له همدې امله ډېری پانګه‌وال نه‌غواړي؛ چې پانګه‌ونه وکړي."

د رڼا ګروپ مسوول سمیع الله احمدزی وایي: " د دغې پروژې په ودانیو د ۹۵ نه تر ۹۸ میلیونه افغانۍ پورې لګښت راځي. کله چې ودانۍ بشپړې شي، نو تر دوه میلیونه ډالرو پورې به د تجهیزاتو د پېر په برخه کې ولګوو. دغه روغتون به په ملي کچه په ټول اسټنډرد سمبال وي."

په همدې حال کې د پکتیا سیمه‌ییز مسوولان وایي، هڅه کوي دغه ولایت کې د پانګه‌ونې لپاره ډېره زمینه برابره کړي.

د پکتیا والي حلیم فدایي وایي: " په پکتیا کې سیاسي او امنیتي وضعیت پانګه‌ونې سره جوګه دی."

د پکتیا سیمه‌ییز چارواکي وایي، هڅه کوي؛ څو په دغه ولایت کې خصوصي پانګه‌ونې زیاتې کړي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د پکتیا ځینې اوسېدونکي وايي، په تېرو کلونو کې په دغه ولایت کې لازمې پانګه‌ونې نه‌دي شوي او حکومت باید په یاد ولایت کې خصوصي پانګ‌ونو ته زور ورکړي.

د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې مسوولان وایي، چې د ناامنۍ سره لاهم په دغه ولایت کې د پانګه‌ونې لپاره لیوالتیا شته.

شریک یي کړئ