Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په واشنګټن، هامبورک او دوبۍ کې به د هېواد نندارتونونه پرانیستل شي

د صنعت او سوداګرۍ وزیر وايي، د لومړي ځل لپاره به په امریکا، جرمني او امارات کې د هېواد د تولیداتو لپاره دایمي نندارتونونه جوړ شي.

نثاراحمد غوریاني وايي چې سږکال د هېواد د صادراتو لپاره دوه مېلیارد ډالر هدف تعیین شوی دی او د دغو نندارتونو پرانسته دغې موخې ته له رسېدو سره به مرسته وکړي.

ښاغلی غوریاني زیاتوي:«په دوبۍ، هامبورک او واشنګټن کې د افغانستان په نامه او نښان سره د افغانستان د تولیداتو دایمي پرانسته کېږي. په پرله پسې توګه به دا کار وکړو ترڅو خپل توکي ولېږدوو او نندارې ته یې کېږدو. دا ډول بازار په اسانۍ او راحته زموږ په واک کې کېږي.»
 
تر دې مخکې هم کله ناکله په نورو هېوادونو کې د هېواد د کورنیو تولیداتو لپاره څو ورځني نندارتونونه جوړي شوي او ورسره صادرونکو هم ښه ګټه درلوده.

د غالیو یو صادرونکی محمد هادی حسیني وايي:«اوس په انلاین توګه له ډېرو پېرودونکو سره لاسرسۍ لرو. که چېرې موږ ته زمینه برابره شي چې وکړای شو بېلابېلو هېوادونو ته له خپل مال سره یوځای ولاړ شو، کولای شو خپلې غالۍ هم په لومړي لاس او له ډېرې ښې بیې سره وپلورو.»

له دې سره سم، د کورنیو تولیداتو او صادراتو په چارو کې د ولسمشر سلاکار وايي، د هېواد د صادراتو د ډېروالي لپاره له بېلابېلو هېوادونو سره ځمکني دهلیزونه جوړ شوي دي.

د کورنیو تولیداتو او صادراتو په چارو کې د ولسمشر سلاکار جلال سعید څرګندوي:«د ځمکې له لارې اسټرالیا ته مو صادر کړل. هغه جوپه چې کاناډا ته استول شوې وه، رسېدلې ده او ډېر ژر یوه بله جوپه د ځمکې له لارې سعودي عربستان ته به صادره شي.»

د هېواد صادرات په ۱۳۹۸ مالي کال کې ۸۶۳ اعشاریه ۸ مېلیون ډالره وو؛ خو دغه کچه بیا په ۱۳۹۹ کال کې ۷۷۶ اعشاریه ۷ ته راکمه شوه.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر بیا وايي چې، د هېواد د صادراتو کچه به ۲ میلیارده ډالرو ته ورسېږي.

شریک یي کړئ