Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خلیجي هېوادونو ته د افغان کارګرانو لېږلو پروسه

د کار او ټولنېزو چارو وزارت وایي، خلیجو هېوادونو ته د افغان کارګرانو د لېږلو بهیر وروستی شوی او تمه کېږي، چې سږکال به د افغان کارګرانو لومړنی کاروان کاري ویزو سره بهر ته ولېږل شي.

هغه زیاتوي، چې متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان هېوادونه د افغان کارګرانو منلو ته لېواله دي.

خلیجي هېوادونو ته د کار لپاره د افغان کارګرانو د لېږل هغه پروګرام دی، چې د ټولنېزو چارو وزارت له څو کلونو راهیسې په دې کار کوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر وایي، چې دا بهیر بشپړ شوی او ډېر ژر به ۱۰ زره افغان کارګران متحده عربي اماراتو او شاوخوا ۱۰۰ زره کارګاران سعودی عربستان ته ولېږل شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته‌ینج وایي: " هڅه مو دا ده، چې په ۱۴۰۰ کال کې د افغان کارګرانو لومړنی کاروان ولېږو، چې دا په حقیقت کې د افغانستان د کار په بازار کې یو بدلون دی."

خو یوشمېر ځوانان بیا د کار او ټولنېزو چارو وزارت دغې ژمنې ته د شک په سترګه ګوري.

د پکتیا ولایت اوسېدونکی حقمل مسعود زی وایي: " افغانان سعودي عربستان، خلیجي هېوادونو او ځینو نورو عربي هېوادونو ته د دې لپاره ځي، چې په افغانستان کې ورته د کار زمینه برابره نه‌ده."

د پکتیا یو بل اوسېدونکی احمدالله احمدي وایي: " دغه ژمنه لاتراوسه نه ده عملي شوي. دغه ستونزه ورځ تر بلې ډېرېږي. کله چې زموږ کارګران کار نه‌لري نو د هغوی اقتصادي وضعیت هم خرابېږي."

دا په داسې حال کې ده، چې د یو شمېر نړۍوالو بنسټونو له لوري د ورکړل شوېو شمېرو له‌مخې په هېواد کې وزګارتیا او ناکافي کار د پام وړ زیات شوی او له همدې امله یو شمېر ځوانان هڅه کوي، چې د کار د پیدا کولو لپاره له ناقانونه لارو خلیجي هېوادونو ته ولاړ شي.

د پکتیا اوسېدونکی زلمی وایي: " له یوې خوا د وېزې ستونزه ده. او کله چې وېزه اخلو او بهر ته ځو نو کار نه پیدا کېږي. که کار پیدا شي، بیاهم له ځینو ستونزو سره مخ کېږو."

د ورکړل شوېو شمېرو له‌مخې اوس مهال په خلیجي هېوادونو کې په سلګونه زره افغان کارګرن کار کوي، خو ډيری کارګران د ګاونډیو هېوادونو په پاسپورټونه دغو هېوادونو ته تللي دي.

شریک یي کړئ