Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کارخونو جوړولو برخه کې د اسیا پراختیایي بانک پانګه‌ونه

د اسیا پراختیایي بانک هېواد کې د کرنیزو پیداوارو د پروسس لپاره د نوو کارخانو د جوړولو په برخه کې پانګه‌ونه کوي.

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت مسوولان وايي؛ د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې په اډانه کې چې د اسيا پراختیایي بانک له‌خوا تمویلېږي په کابل او خوست کې د جلغوزې او ممیزو د پروسس د کارخانو د جوړولو سندونه لاس‌لیک شوي.

د کابل او خوست په ولایتونو کې به د ممیزو او جلغوزې د پروسس په هرې کارخونه څه باندې ۳ میلیون او ۳۲۰زره ډالره ولګول شي.

 د کرنې او اوبو لګونې وزارت مسوولان وایي، چې د اسیا پراختیایي بانک به د ممیزو د پاکولو له کارخونې سره یو میلیونه ډالر او د جلغوزې د پروسس له کارخونې سره ۱۸۰زره ډالر وړیا مرسته وکړي.

د کرنې او اوبولګونې وزیر انوارالحق احدي وایي: " یو وخت افغانستان تقریباً د ممیزو د لومړۍ درجې له صادروونکو هېوادونو څخه و. یوازې به شوروي اتحاد ته په یو کال کې ۴۰ ټنه ممېز صادرېدل."

د کرنې وزیر ټینګار کوي، چې د تولید او صادراتو په زیاتوالي کې خصوصي برخه ډېره ونډه او مسوولیت لري. هغه دغه راز وویل، چې د دولت او خصوصي برخې ګډه پانګه‌ونه په هېواد کې د کرنې برخه کې د پانګه‌ونې هڅولو تر ټولو مهمه لار ده.

یوشمېر پانګه‌وال وایي، چې په هېواد کې د کرنې په برخه کې د لویو پانګه‌ونو د جلب په برخه کې اړتیا ده چې حکومت او نړۍواله ټولنه ورسره مرسته وکړي.

په خوست کې یو سوداګر شهزاده ځدراڼ وایي: " اوس چې په خوست کې دغه پروژه عملي کېږي، په لومړي سر کې به د جلغوزې په قیمت او ارزښت اغېز وکړي او دویم دا چې د جلغوزې په موسم کې به د خوست اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي."

په کابل کې یو بل سوداګر سردار اقا وایي: " هغه هیله مې چې ۳۵ کاله وړاندې په زړه وه اوس پوره کېږي."
 
شریک یي کړئ